1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني وزير: سلفيانو باید بي خطره و نه گڼل شي

۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/152ti

د المان د کورنيو چارو وزير هانس پېتر فريدريش، په المان کي د سلفيانو په هکله ويلي دي چي بايد ورته د بې ضررو په توگه ونه کتل سي.

د نوموړي په وينا د سلفيانو او د القايدې د ایدیا لوژي تر منځ نزدې والی ښکاره او بربنډ دئ. هغه دا څرگندونې له يوې المانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي کړې دي.

فريدريش زياته کړې ده چي سلفيان په المان کي د قانون د حاکميت پر ضد کار کول غواړي او له تاوتريخوالي څخه کار اخلي. الماني وزير ويلي دي چي د المان د قانون ټول امکانات به په کار واچول سي چي د دغې ډلې مخه ونيول سي.

د نوموړي په وينا په المان کي دا د منلو وړ خبره نه ده چي يوه ډله د بيان آزادي تر پښو لاندي کوي او ژورنالستانو ته گواښونه کوي.