1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني عسکر دي د افغانسان څخه ووزي

۱۳۸۷ شهریور ۲۹, جمعه

تر دې شعار لاندي د آلمان په پلازمېنه برلين او شتوتګرد کي د جرمني د چپ ګوند او د سولي د نورو بيلابيلو غورځنګونو لخوا د شنبې د ورځي لپاره يوه پراخه مزاهره رابلل سوې ده

https://p.dw.com/p/FLLW
زموږ عسکر بايد په افغانستان کي د امريکا د اهدافو قرباني نسي
زموږ عسکر بايد په افغانستان کي د امريکا د اهدافو قرباني نسيانځور: AP

د المان سياستمدارانو تر منځ هم څو اوني د مخه تر دې چي په افغانستان کي د الماني عسکرو د خدمت موده اوږده سي تاوده بحثونه راپورته سوي دي.

که د ويلي ويمر،په زړه وي د افغانستان څخه بايد د المان عسکر بيرته ووزي.

د جرمني په پارلمان کي د مسيحي ډيموکراټ ګوند وکيل دابې مانا بولي چي د المان 3300 عسکر دي په افغانستان کي خپل ژوند په خطر کي واچوي. دی وايي چي په هغه هيواد کي تر 7 کالو وروسته هم دغه عسکر د سولي او ثبات د راوستلو هدف ته ندي رسيدلي.

نوموړي زياته کړې:« که د افغانستان په سياست او د هغه هيواد په وړاندي سياست کي بدلون رانسي نو موږ به دغسي د جګړې په ډګر کي پاته سو، او لکه څنګه چي انګريزان وايي چي په دې ډول به دا جګړه 40 کاله دوام وکړي نو زه وايم چي د عسکرو د وتلو وخت رارسيدلی دی.»

هرڅونه چي دغه ماموريت دوام وکړي ناټو او جرمني هلته نور عسکر استوي. د مسيحي ډيموکراټ ګوند د وکيل په نظر دا ددې ثبوت دی چي کوم شی غلط دی.

ويمر زياتوي:« د المان حکومت تل هغه د ثبات راوستلو ماموريت بولي. خو د نړۍ نور خلګ هغه ته جګړه وايي» بايد پوښتنه وسي چي دا ريښتيا جګړه ده او کنه؟

دی وايي چي دا زموږ جګړه نه ده، امريکايان په افغانستان او پاکستان کي خپل اهداف تعقيبوي. الماني عسکر بايد د هغه بار يونسي. بلکي بايد دغه عسکر د يوه کال په اوږدو کي د افغانستان څخه و ايستل سي.

د جرمني په مرکزي پارلمان کي د سياستمدارانو تر منځ د افغانستان په اړه يواربيا تاوده سياسي بحثونو زور اخستی
د جرمني په مرکزي پارلمان کي د سياستمدارانو تر منځ د افغانستان په اړه يواربيا تاوده سياسي بحثونو زور اخستیانځور: AP

خودی پخپل ګوندي پارلماني ډله کي يوازي دی، ځکه چي د جرمني د مسيحي ډيموکراټ او سوسيال ډيموکراټ ګوندونه په افغانستان کي د الماني پوځ د ماموريت پلوي کوي. خو پر دوی باندي د ټاکنو لخوا فشار دی ځکه چي پدې وروستيو کي پر آلماني عسکرو باندي بريدونه ډير سوي دي.

د سوسيال ډيموکراټ د ګوند وکيل يورين تيسن، وايي:« په افغانستان کي دا بريدونه د ملکي بيا رغوني پر ضد کيږي، ځکه چي دا بيا رغونه بريالۍ ده. هغه کسان پر الماني عسکرو باندي بريدونه کوي چي په افغانستان کي د ملکي بيارغوني پر ضد دي.

د جرمني حکومت هيله لري چي دا پيغام ددې هيواد خلګوته د هغي ترحي په مرسته ورسوي چي کار يي ورباندي کړی دی. او غواړي چي په افغانستان کي د عکسرو شمير او دبيا رغوني لپاره ډيري پيسې ځانګړي کړي.

د افغانستان څخه د جرمني عسکرو د ايستلو مسله ددې هيواد د حکومت لپاره په پوښتنه او په فکر کي هم نه راځي.