1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني شرکتونه اوس د حلالو موادو په بازار پوه سول

۱۳۸۹ آبان ۱۸, سه‌شنبه

کارپوهان اټکل کوي چي په آلمان کي به آلماني شرکتونو د حلالو موادو په خرڅولو سره پنځه ميليارده يورو ګټه کړې وای.

https://p.dw.com/p/Q2Bz
انځور: picture-alliance/ dpa

آلماني شرکتونه د حلالو مواد د خرڅلاو موضوع ته، ډېر وروسته متوجه سول. دا يو نوی کار دی چي ددغو موادو د ډېر خرڅلاو په باب بحثونه کيږي.

په دې ډول جرمنيان ، د فرانسې ،هالنډ او يا هم انګلستان په مقايسه شاته پاته دي او دوي بايد ځان ورپسي ورسوي.

د قرآن مطابقت د خوراکي موادو پر اقتصادي ارزښت باندي تر اوسه يوازي لوي بين المللي شرکتونه پوهيدل.

د حلالو موادو په تجارت کي تر ټولو دمخه د نستلې کمپنۍ مخکي ده. په اوس وخت کي دغه سويسي کمپنۍ ، خپله يو پر پنځمه برخه نړېواله ګټه د حلالو توليداتو څخه تر لاسه کوي ،او ديو څه وخت راهيسي په آلمان کي هم حلال مواد بازارته وړاندي کړي دي.

په داسي حال کي چي په نورو اروپايي هيوادونو کي کمپنۍ ډېر کوښښ کوي چي ځانته مسلمان مشتريان راجذب کي، خو په جرمني کي بيا د خوراکي موادو لوی او کوچني شرکتونه په دغه کار کي ځنډ کوي.

اکثره شرکتونه ددې څخه بيريږي چي د حلالو توليداتو خرڅول به، ددوی اعتباراو شهرت ته تاوان ورسيږي.

ډيری کمپنۍ چي په المان کي حلال مواد توليدوي د ښي اړخه تندلارو او سخت دريځه طبيعت ساتونکو د حملوڅخه بيريږي.

همدا دليل دي چي زياتره هغه شرکتونه چي حلال مواد توليدوي ، نه غواړي په آلمان کي په ښکاره ډول پر هغه باندي بحث وکي.

د جرمني د غټو مغازو په الماريو کي تقريباً ۴۰۰۰ حلال توليدات موجود دي ، خو هغوی د حلالو توليداتو په نامه نه دي په نخښه سوي، نو ځکه د مسلمانانو دپاره د هغوی پېژندل سخت کار دی.

اوس پوښتنه داده چي آيا په جرمني کي به اوسيدونکي مسلمانان اصلاً په غټو مغازواو مارکېټو کي حلال توليدات رانيسي؟

د کارپوهانو په نظر دا به ډير وخت ونيسي. دا ځکه چي دلته خبره د اعتماد او باورده ، يو مسلمان مشتري چي غواړي فقط حلال شيان رانيسي، دا په اطمينان سره ويلای سي چي يو آلمانی سوپرمارکېټ دغه توليدات نسي عرضه کولای.

که څه هم دي هلته پر خوراکي موادو د حلال علامه ويني خو تل به په هغه کي شک ولري چي دا به واقعاً حلال وي.

مارتين نيکولاس/ غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل