الماني استخباراتو د توندلارې ښي اړخه ډلې په اړه لا وختي معلومات لرل
۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبهاعلان
د المان حکومت او استخباراتي اداره د «اين ایس يو» نومې توندلارې ښي اړخې ډلې په هکله ښايي د اټکل څخه زيات وخت ترمخه لا خبر ول. د تورونو له مخې دغې توندلارې ښي اړخې ترهگرې ډلې په المان کې لس کډوال وژلي ول.
کله چې د نوامبر په لسمه د المان مرکزي څارنوالۍ له فرفاسنگ شټڅ، څخه په دغه ترهگره ډله کې د حکومتي جاسوسانو دوسیې وغوښتې نو دغه دوسيې يوه ورځ پخوا له منځه وړل سوې وې. دغه کار په المان کې سخت غبرگونونه رامنځ ته کړل چې له کبله ئې د نوموړې ادارې رئيس له خپلې څوکۍ څخه ليري سو.