1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده او نوی مغرب

مسعود جهش (اندريياس نول)۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبه

د الجزاير په «اين اميناس» کي د گازو پر یوې کمپنۍ باندي يرغل او په هغه کي سختي مرگ ژوبلي په دغه هيواد کي د ترهگرو د فعاليتو په اړه نوري انديښنې راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/17QBS

کله چې ترهگرو د الجزایر په «این امیناس» کې د گازو پر کمپنۍ باندي برید وکړ، هغوی نه یوازي په درنو وسلو سمبال ول، بلکي له ځانه سره یې د دې سیمې یوه نقشه هم لرله چې هرڅه په جزئياتو سره پکې راغلي ول.

خو د ماربورگ په پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه ریچید اوویسیا، له دویچه ویله سره په يوه مرکه کې وویل، چې په دې سیمه کې یوه شي بدلون موندلی دی. د هغه په خبره په الجزایر کې د ترهگرۍ پرضد اوږدې جگړې له کبله د دې هیواد په شمال کې ترهگري څه نا څه له منځه تللې ده. ځکه نو اوس ترهگر د دې هيواد په جنوب کې میشت دي.

د دغه کارپوه په خبره دا سیمه د ترهگرو له پاره يو مناسب ځای دی. هغه وایي: «د دې سیمې کنترولول ډیر ستونزمن کار دی. په لیبیا کې د قذافي تر رژیم وروسته اوس د دې سیمې کنترول د پخوا په پرتله نورهم ستونزمن شوی دی.» هغه دغه راز په تیرو لسو کلو کې د مالي هيواد کړکیچنو حالاتو ته هم اشاره کوي.

د کارپوه ویلیم لاورینس په خبره ترهگر دغه راز د مالي هيواد او الجزایر په سرحدي سیمو کې هم ډیر فعال دي. د دې کارپوه په خبره هغوی سیمه ډیره ښه پیژني او له همدې کبله کولای شي چې په آزاد ډول پکې سفر وکړي. هغه وایي چې ترهگر د دولت له کمزورۍ څخه گټه پورته کوي او د وسلو، مخدره موادو او برمته نیول شویو کسانو د قاچاق له پاره د مالي هيواد له سرحدی سیمو څخه گټه اخلي.

د دې کارپوه په خبره د مالي هيواد ټولنیزو او سیاسي ستونزه دې ته لاره اواره کړې ده چې دغه ترهگر په دې سیمه کې د خپل ځان له پاره یو ځای جوړ کړي.

په شمالي افریقا کې د حکومتو د له منځه وړلو پلانونه

ریچید اوویسیا وایي چې اوس جنایي کړه وړه د ترهگرو یوازنۍ لیوالتیا نه ده. هغه زیاتوي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې تر بریدونو وروسته ترهکرۍ په نړۍ کې یو نوی بعد خپل کړی دی چې په خبره يې د اروپا په گاونډیو پرتو هیوادو لکه په مصر کې د قدرت بیلانس ته بدلون ورکوي.

اوویسیا زیاتوي: «په لومړي سر کې دغه سیمي ته [شمالي افریقا ته] یوازي د دریمي نړۍ د هیوادونو په توگه کتل کیدل په هغه وخت کې ترهگرو منځنی ختیځ په نخښه کړی وو. خو اوس ترهگر افریقا ته هم خپلي منگولي غځوي.»

د ریچید اوویسیا په خبره د دې موضوع تر ټولو څرگنده نښانه دا ده چې په هغو هیوادو کې چې پخوا مستعمرې وې، د آزادۍ تر اعلانولو وروسته حالات مخ پر خرابیدو شول چې په پایله کې یې په دغو هیوادو کې نوي لوبغاړي رامیدان ته شول او سیاسي وضعیت یې لا پسې مغلق کړ.

اوویسیا وایي: «موږ اوس په مالي هيواد کې له دیکتاتور سره سر و کار نه لرو، بلکي له یو ډول نوو لوبغاړو سره مشغول یو.»

د نوو چلينجو له پاره نوې پالیسۍ

دغه وضعیت کیدای شي چې په نورو افرایقایي هیوادو، لکه چاد، مالي، نايجر او کيدای شي په ماریتانیا کې هم وضعیت ته یو څه بدلون ورکړي. خو د یو شمیر کارپوهانو په اند الجزایر د وروستیو عملیاتو په واسطه وښووله چې کولای شي د ترهگرو پرضد وجنگیږي. خو دا په دې معنی نه ده چې الجزایر دې لاس تر زني لاندي کښیني. وروستی يرغل دا خبره روښانه وي چې الجزایر هم باید د نوو چلينجو پر وړاندي د مبارزې له پاره نوي پالیسۍ جوړي کړي.