1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القادري خپل مارش پای ته ورساوه

۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/17Mqo

د پاکستان حکومت هغه ټاکنیز اصلاحات منلي دي چې یوه دیني عالم طاهرالقادري، یې وړاندیز کړی وو. اوس داسې اټکل کیږي چې ښایي په پاکستان کې پارلماني ټاکنې تر خپل ټاکل شوي وخت مخکې تر سره شي. تر هغه وروسته چې د پاکستان دولت د ښاغلي القادري وړاندیزونه ومنل، هغه هم خپل څلو ورځینی مارش پای ته ورساوه. د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د پارلمان د ودانۍ تر څنگ په زرګونو احتجاج کوونکو له دې کبله خوښي څرگنده کړه.

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د طاهر القادري د مارچ تر پایه ته رسیدو وروسته اوس وضع یو څه آرامه شوې ده.