1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الظواهري د طالبانو د مشر بيعت وکړ

آژانسونه / ا.۱۳۹۵ خرداد ۲۲, شنبه

د القاعدې مشر ايمن الظواهري د طالبانو له نوي مشر مولوي هيبت الله څخه بيعت کړی دی. مولوي هيبت الله د ملا منصور د وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر اعلان سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/1J4nu
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: Reuters/SITE

ايمن الظواهري د هغه وروسته د القاعدې مشر سو، کله چي په ۲۰۱۱ کال اُسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ آباد کي د ځانګړو امريکايي عسکرو په عملياتو کي ووژل سو. د الظواهري په هکله فکر کيږي چي هغه به د پاکستان او افغانستان په تر منځ سرحدي سيمو کي پټ وي. نوموړي د ۱۹۹۰مو کالونو په آخر کي په دغه سيمه کي ځای پر ځای ؤ او د روسانو پر ضد يې له دغه ځايه جګړه تنظيموله.

الظواهري په يوه خپره سوې ۱۴ دقيقه يي فيته کي ويلي دي: «د جهاد له پاره د القاعدې د مشر په توګه، زه يو ځل بيا خپل بيعت تازه کوم، او د اُسامه په تعقيب مسلمان اُمت دې ته رابولم چي د اسلامي امارت څخه ملاتړ وکړي.»

د افغانستان وسله والو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ په افغانستان کي اسلامي امارت جوړ کړی ؤ. دغاه وسله واله ډله له ۲۰۰۱ کال د راپرځېدنې وروسته د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد جګړه کوي او غواړي چي افغانستان بېرته تر خپلي ولکې لاندي راولي.

دا چي خپره سوې فيته په رشتيا هم د ايمن الظواهري ده که نه، لا تر اوسه يې پخلی نه دی سوی.

د دې څخه تر مخه چي هغه هيبت الله د طالبانو مشر وټاکل سي، هغه د يادي ډلې د مشر ملا اختر منصور مرستيال ؤ. کله چي ملا منصور تقريبا يوه مياشت تر مخه د پاکستان په بلوچستان ايالت کي د امريکايي بېپلوټه الوتکي په بريد کي ووژل سو، نو طالبانو مولوي هيبت الله اخوندزاده خپل نوی مشر اعلان کړ.

الظواهري چي پخوا په مصر کي يو طبي ډاکټر ؤ، د اُسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته د القاعده مشر سو. خو په عراق او سوريه کي د داعش د پيدا کېدو وروسته القاعدې په نړيوال جهادي غورځنګ کي د داعش په وړاندي زيات اثر له لاسه ورکړ.