1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

السيسي د مصر د جمهور رئيس په توگه لوړه وکړه

دويچه ويله/ محمد قاسم نوري۱۳۹۳ خرداد ۱۸, یکشنبه

د مصر پوځ پخواني مشر عبدلفتاح السيسي د نوي جمهور رئيس په توگه لوړه وکړه. په دې سره نو تر عربي پسرلي درې کاله وروسته بيا د دغه هيواد واکمن شخص يو نظامي شخص سو.

https://p.dw.com/p/1CEWr
انځور: Reuters

السيسي ته ډيره اميدواري موجوده ده، خو منتقدين بيا د بيان د ازادۍ د محدودولو تشويش لري. هغه څه چي روښانه دي، هغه دا دي چي د ده تر مخه جمهور رئيس محمد مرسي تر ليري کيدو وروسته تر۴۰۰۰۰ زيات مظاهره کوونکي بنديان سوي دي.

د لوړي کولو ورځ رخصتي وه

د السيسي د لوړي کولو ورځ چي د يکشنبې ورځ ده او په مصر کي د کار يوه عادي ورځ ده، د رخصتي ورځ اعلان سوه. دغو مراسمو ته ډير دولتي او حکومتي مشران ور بلل سوي ول چي په دې ډله کي د ايران ولسمشر او د فلسطينيانو مشر، حسن روحاني او محمود عباس هم ول.

السيسي د می مياشتي په انتخاباتو کي ۹۷ فيصده رايي وړي وې، خو ډيرو لږو کسانو پکښي برخه اخيستې وه. خو بيا ډير مصريان دی د هيواد د ثبات له پاره يو تضمين بولي.

يو تن چي خپل نوم يې محمد ويلی دی او مرسي ته يې هم رايه ورکړې وه وايي چي اوس به هرڅه سم سي: «مصر يوه قوي او باارده انسان ته اړتيا لري او نه داسي لکه مرسي. مرسي داسي وو، لکه يو پلې سټيشن- Playstation چي نورو کنټرولاوه او استعمالاوه. خو السيسي نظامي سړی دی. دی به پر هيواد باندي په عاقلانه ډول حکومت وکړي.» السيسي تقريباً يو کال دمخه محمد مرسي له قدرت څخه ليري کړ.

له ترهگرۍ سره د مبارزې او بيان د ازادۍ تر منځ کړکېچن حالت

په مصر کي ډير مصريان تمه لري، چي السيسي بايد په هيواد کي بيرته ثبات رامنځ ته او سيلانيان ورته را تشويق کړي. راتلونکي نوي جمهور رئيس پخپله انتخاباتي مبارزه کي تر ټولو دمخه له ترهگرۍ سره پر مبارزې باندي ټينگار کړي وو. خو منتقدين بيره لري چي دا کار به تر هر څه دمخه د سياسي فعالينو په سرکوبه کولو باندي تمام سي.

د مرسي تر ليري کيدو وروسته همدا اوس په لسونو زره مظاهره کوونکي بنديان دي او د کورنيو چارو وزارت غواړي ټولنيزي انترنيټي شبکې، لکه فېسبوک او ټويتر نور هم ډير وڅاري.

د السيسي ترمخه جمهور رئيس محمد مرسي د مصر يوازني ملکي جمهور رئيس وو. هغه د مصر تر انقلاب وروسته د ۲۰۱۲ م کال آزاد انتخابات وگټل. خو يو کال وروسته هغه د السيسي تر نظامي رهبري لاندي راوپرځول سو، او يو مؤقتي حکومت يې جوړ کړ.

اروپايي ټولنه د السيسي هرکلی کوي، خو اندېښنه يې هم ښکاره کړې ده. اروپايي ټولني او د آلمان حکومت د السيسي د برياليتوب هرکلی کړی دی. د ټولني د بهرنيو چارو مسئولي کاترين اشتون ويلي دي چي د راټوليدو او بيان د آزادۍ د محدوديت پر اندېښنې سربيره، انتخابات تر ډيره حده پوري په سوله ييزه توگه تر سره سول.

د نوي جمهور رئيس تر انتخابيدو وروسته به په مني کي پارلماني انتخابات هم تر سره سي. د يوه نوي قانون پر اساس به په راتلونکي کي د ۵۶۷ وکيلانو له جملې څخه ۵۴۰ انتخابي وي او پاته ۲۷ وکيلان به د جمهور رئيس له خوا انتصابيږي. همدارانگه به په پارلمان کي ۲۴ قبطي عيسويانو او ۷۰ تنو ښځو ته هم برخه ورکول سي.