1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الجزایر: د ژغورنې په عملیاتو کې ۱۲ برمته شوي کسان وژل شوي

۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/17NQ4

په الجزایرو کې د ژغورنې په عملیاتو کې ۱۲ تنه برمته شوي کسان وژل شوي دي او لا تر اوسه هم نور ۳۰ تنه د ترهگرو په ولکه کې دي. دغه څرگندونې د الجزایرو د مخابراتو وزیر محمد سعید، د ځایي راډیو سره په خبرو کې کړي دي.

تر دې دمخه په Amenas کې د گازو تاسیسات چې د افراطي اسلامپالو یاغیانو له لوري اشغال شوي ول په لومړنۍ هڅه کې ۶۵۰ تنه آزاد کړای شوي وو، خو لا تر اوسه هم یو شمیر کسان لا درکه دي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د الجزایرو د دولتي سرتیرو او یرغمل نیوونکو تر منځ په نښته کې ښایي ۳۲ تنه یرغمل نیونکي هم وژل شوي وي.

د الجزایرو دولتي څرخي الوتکو او ځمکني پوځ د ترهگرو پر هغه کوماندیي ډلې برید کړی دی چې د چهار شنبې د ورځې راهیسې یې د بهرنیو هیوادونو یو شمیر وگړي برمته نیولي دي. اسلامپالو پر نورو غوښتنو سربیره د فرانسې په مشرې په مالي کې د نړیوال پوځي ماموریت د ختمیدو غوښتنه کړې ده.