الجزاير: حکومتي گوند پارلماني ټاکنې گټلي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبهد الجزاير هيواد په ټاکنو کي حکومتي گوند د زياتو رايو په ترلاسه کولو کي بريالی سوی دئ. د دریو اسلامپالو گوندونو ائتلاف زرغون الجزاير بيا د پارلمان د ۴۶۲ چوکيو څخه صرف ۴۸ چوکۍ گټلي دي. د منځلاره اسلامپال گوندونو دغه ائتلاف په ټاکنو کي د درغليو تور لگولی دئ.
خو د افريقايي ټولنې څارونکو بيا تر سره سوي ټاکنې شفافه او منصفانه بللي دي. د ټاکنو د رسمي پايلو له مخي حکومتي گوند د ۴۶۲ پارلماني چوکيو څخه ۲۲۰ چوکۍ گټلي دي، خو په يوازي سر د حکومت جوړولو اکثريت ئې نه دئ تر لاسه کړی.
د ايف اېل اين نومي دغه گوند د ۵۰ کالو راهيسي په الجزاير کي واکمن دئ، د هغه وخت راهيسي چي الجزاير آزادي تر لاسه کړې ده. ويل کيږي چي د ولسمشر عبدالعزير بوتفليقه اېف ايل اين گوند به په اسانې سره د خپل ملگري او د لومړي وزير د گوند دموکراتيک ملي اتحاد سره ائتلافي حکومت جوړ کړای سي. دغه گوند ۶۸ چوکۍ تر لاسه کړي دي.