1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

البیک د افغان مهاجرو د اخراج د درولو غوښتونکی شو

۱۳۹۶ فروردین ۲۷, یکشنبه

د آلمان د شلزويګ هولشتاين ايالت صدراعظم تروستن البیک د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج بهير د درولو غوښتونکی شو. هغه وايي که بيا ځلی بريالی شي له ټول آلمان څخه به د مهاجر د اخراج د درولو په اړه هڅې وکړي.

https://p.dw.com/p/2bJiC
Deutschland Ministerpräsident Torsten Albig Schleswig-Holstein
انځور: picture-alliance/dpa

آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» د دغه سياستوال ، له قوله ليکلي دي چې افغانستان ته د مهاجرو اخراج «مطلق ليونتوب» دی. هغه وېلي دي چې اوس مهاجر په الوتکو کې داسې يوه هيواد ته استول کيږي چې کورنيو جګړو سره لاس او ګريوان ده.

البيک چې د سوسيال دموکرات ګوند (اس. پي. ډي) غړی دی د خپلو انتخاباتي کمپيانونو پر مهال یې ويلي دي چې د آلمان فدرال دولت او ايالتي دولتونو لخوا د افغان مهاجر د اخراج يو « رياکارانه، بدبينانه او غيرانساني» عمل دی.

د روان (۲۰۱۷) کال د می مياشتې په اوومه نيټه، د آلمان په شمالي ايالتونو کې ايالتي انتخابات ترسره کيږي.

شلزويک هولشتاين لمړنی ايالت دی چې افغانستان ته يې د رد شويو افغان مهاجرو اخراج بند کړی او څوک يې اخراج کړي ندي.

خو که چيرې دغه ايالتي صدراعظم د دغه کال د لسمې مياشتې په انتخاباتو کې خپله څوکۍ له لاسه ورکړه، په هغه صورت کې امکان لري چې له دغه ايالت څخه هم اخراج پيل شي.

شلزويګ هولشتاین ايالت، د مهاجرو د اخراج ممانعت د کاتوليکانو او پروتستانو د کليسګانو د ملاتړ له لارې غوره کړی دی، خو اوس د ايالتي دولت رئيس په کيل ( د دغه ايالت مرکز) کې اعلان کړی دی چې غواړي په ايالت کې يې د مهاجرو د اخراج درولو پر موضوع راي اچونه وشي.

په ټول آلمان کې د اخراج درول

که چيرته د دغې راي اچونې پايلې د مهاجرو د اخراج د توقف په پلو بريالۍ شي، په هغه صورت کې به البيک وشي کړی چې عين راي اچونه په ټول آلمان کې هم ترسره کړي. هغه وویل: « په هغه صورت کې به ښايي بریالی شم چې په ټول آلمان کې د مهاجرو د اخراج بهير متوقف کړم».

خو د فدرال آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزیر په وروستيو کې يو ځل بيا ټينګار کړی دی چې غواړي افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو اخراج ته ادامه ورکړي. هغه په ورستيو ورځو کې د آلمان کاتلويک خبري آژانس (کانا) ته وویل: « زما په اند د دغه بهير متوقف کول، لکه څنګه چې شلزويک هولشتاين ېې کوي چې اوس له هغه ځایه هيڅ مهاجر نه اخراجيږي، سم کار ندی».

ديميزیر زیاته کړه، که چيرې ډليز اخراجونه رد شي، بيا د دې اجازه هم چاته نه ورکول کيږي چې په داوطلبانه توګه دې بيرته خپل هيواد ته ستون شي او يا دې مجرم مهاجر بيرته خپل هيواد ته اخراج کړل شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت وویل چې يوازې تيرکال له ۳۰۰۰ څخه زیات افغان مهاجر په دواطلبانه توګه خپل هيواد ته ستانه شول.

اخراج کې کموالی

د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر مياشتې راپديخوا چې د رد شويو افغان مهاجرو ډليز اخراج پيل شوی دی، تر اوسه پورې آلمان څخه ۹۷ تنه افغانان افغانستان ته اخراج شوي دي.

افغانستان او اروپايي اتحاديې د تيرکال په اکتوبر مياشت کې د بروکسل کنفرانس په څنډه کې د مهاجرت پر موضوع يوه توافقنامه لاسليک کړه، د دغې توافقنامې له مخې اروپايي هيوادونه اجازه لري چې هره مياشت ۵۰ تنه رد شوي افغان مهاجر په ځانکړو پروازونو کې افغانستان ته اخراج کړي.

د ډليز اخراج د پیله، له آلمان څخه په ډسامبر مياشت کې ۳۸، جنورۍ کې ۲۶، فبرورۍ کې ۱۸ او مارچ مياشت کې ۱۵ تنه اخراج شوي دي.

که چيرته دغو ارقامو ته وکتل شي د وخت په تيريدو سره په کې تدريجي کموالي رامنځ ته شوی دی. د دې کار لامل ډليز اخراج سره د سياستوالو او مختلفو ګوندنو پرله پسې ډيريدونکي مخالفتونه دي. د آلمان له ۱۶ ايالتي ائتلافي دولتونو له ډلې څخه لږ ترلږه پنځو ايالتونو يې افغانستان ته اخراج په موقتي توګه درولی دی.

RS/AH (KNA)

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (02.04.2017):