1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

البانیا ۱۸ افغان مهاجر نیولي دي

آژانسونه/ س.ر.۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبه

د البانیا پولیس وایي چې ۱۸ افغانان یې نیولي دي چې له یونان څخه په غیرقانوني توگه د دوی هیواد ته ننوتي وو. پر دې سربیره پولیسو نور شپږ تنه چې یو افغان هم په کې شامل دی هم نیولي دي.

https://p.dw.com/p/1JIXu
Kyllini Flüchtlinge Griechenland Piraeus Flüchtlinge werden nach Auseinandersetzungen in andere Lager verteilt
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/G.Koilakos

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د البانیا پولیسو ۱۸ افغان مهاجر نیولي دي چې په غیر قانوني توگه د دوی خاورې ته ننوتي وو. زیاته شوې ده چې دغو افغانانو غوښتل چې له البانیا څخه کوزوو ته ولاړ شي او د هغه ځایه بیا د لویدیځي اروپا پر لور سفر وکړي.

د رپوټ له مخې دغه افغانان په یوه کوچني مني بس کې سپاره ول چې د پولیسو له لوري د کوزوو پولې ته څیرمه ودرول شول.

د پولیسو له لوري په خپره شوې بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې پر دې سربیره نور پنځه البانویان او یو افغان په غیر قانوني توگه د پولې څخه د دغو کسانو د تیرولو د سازماندهۍ په تور نیول شوي دي.

اتلس نیول شوي کډوال د مهاجرو کمپ ته بیول شوي او په زیات احتمال سره به د قانوني چارو د تر سره کیدو وروسته بیرته یونان ته واستول شي.

البانیا تر اوسه د لویدیځې اروپا پر لور د مهاجرو د تیریدو لویه لار یا اصلي مسیر نه وو.