1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال خپل کمپ ته د اور اچونې په تور نیول شوی

۱۳۹۵ شهریور ۳۰, سه‌شنبه

له آتن څخه د کتیمیریني ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د یونان پولیسو په لیسبوس کې د کډوالو په یوه کمپ کې د اور لګیدنې تر پیښې وروسته د دې کمپ ۱۸ اوسیدونکي نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې افغانان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1K5Ix
انځور: Reuters/G. Moutafis

د لیسبوس په موریا کمپ کې لومړی د کډوالو تر منځ نښتې وشوې او تر هغه لږ وروسته بیا دې کمپ اور واخیست. د دې پیښې له کبله چې د دوشنبې ماښام ناوخته رامنځ ته شوه، د کمپ له ۳۰۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي اړ شول چې هغه پریږدي.

ویل شوي دي چې د پیښې په تړاو نیول شوي کسان د افغانستان، کامرون، سینیګال او سوریې هیوادونو پورې تړاو لري او ورباندې شک کیږي چې دغه اور یې لګولی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه پر لږ تر لږه نهو تنو به یې تورونه ولګول شي.

ویل کیږي چې اور لګیدنې د موریا کمپ تر ۶۰ سلنه ډیره برخه له منځه وړې ده.

د دغه کمپ ډیری اوسیدونکو له یوې مودې راهیسې غوښتنه کوله چې ورته د یونان نورو برخو ته د تلو اجازه ورکړل شي چې په دې کمپ کې له شته ډیرو سختو شرایطو خلاص شي.

اوس په لیسبوس ټاپو کې وضعیت نامعلومه ده. په زرهاو کډوال نه د اوسیدو ځای لري او نه هم د یونان نورو برخو ته د تلو اجازه.

پلان شوې وه چې ډیر شمیر دغه کډوال د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د یوه تړون له مخې دغه هیواد ته واستول شي.