1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال: ایران د افغانانو لپاره محبس دی

۱۳۹۵ فروردین ۲۹, یکشنبه

ناصر او ذکي، دوه افغان پناه غوښتونکي مهاجر دي، چې له آلمان څخه افغانستان ته تللي دي. دغه دوه افغان ځوانان د خپل ژوند او دا چې ولې اړ شول آلمان ته مهاجر شي کیسې لري.

https://p.dw.com/p/1IXJB
انځور: Getty Images/AFP/V. Simicek

دغو دوو ځوانانو ته به یې په برلین ښار کې« مردار افغانان» ویل. دوي وايي، په لمړنۍ اوونۍ کې، کله چې آلمان ته دننه شول، اړ شول چې د واټ په غاړه ویده شي او د ښار هیڅ اوسیدونکي ورسره مرسته ونکړه. دوی وايي کله یې چې د مهاجرو په لیلیه یا د مهاجرو لپاره خاص هستوګنځای کې د اوسیدو چانس پیدا کړ، نو هلته یې د دغه ځای د اوسیدونکو لخوا له شخړو او وهلو ټکولو پرته نور څه ونه لیدل.

دغه دوه ځوانان وايي، چې دوی نشو کولای په دغه هستوګنځای کې خوب وکړي، نه به یې کار ورسپاره او نه به یې درناوی کيده. ناصر د آلمان په باب خورا زیات خواږه خوبونه او هیلې له ځانه سره لرلې، خو دغه ټول خوبونه او هیلې یې دغه هیواد ته د رسیدو په لمړنیو شیبو کې د شګو د دیوال په څير ونړیدې. هغه په افغانستان کې د پولیسو سرتیری وو او درناوی یې کیده.

۲۴ کلن ناصر په برلین کې د ۵ میاشتو اوسیدو وروسته دې نتیجې ته ورسید چې نور نشي کولای آلمان کې پاتې شي. هغه د خپلو ملګرو څخه د طیارې د ټيکيټ پیسې پور او بلاخره د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې بیرته افغانستان ته ستون شو. ناصر یو د هغو ۴۱۹ افغان مهاجرو له ډلې څخه دی چې په خپله خوښه افغانستان ته تللی.

۱۲۰ تنه افغان مهاجر په خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي

په خپله خوښه افغانستان ته د تللو ۱۲۰ تنه افغان مهاجر، د هغو ۲۰ زره نورو مهاجرو په پر وړاندې چې د روان میلادي کال (۲۰۱۶) د مارچ میاشتې تر پایه پورې یې خپل د پناه غوښتنۍ اسناد د آلمان حکومت ته سپارلي خورا یوه ټیټه شمیره ده، خو داسې ښکاري چې په راتلونکي کې به له آلمان څخه افغانستان ته د بیرته تلونکو افغان مهاجرو بهیر تیز شي.

په اجباري توګه بیرته ستنیدل

ډیری افغان پناه غوښتونکي په داسې وخت کې بیرته خپل هیواد ته په خپله خوښه ستنیږي چې ویل کیږي همدا اوس په اروپا کې تر ۸۰ زره پورې میشت افغان مهاجر اړ ویستل کیږي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. دا په دې مانا ده، چې دوې په خپله خوښه نه بلکه د مجبوریت له مخې بیرته افغانستان ته ځي. د بشري حقونو اکثرو سازمانونو پر دغه کار نیوکې کړي دي.

اکثرو پناه غوښتونکو اروپا ته د رسیدو په موخه خپل د کور وسایل خرڅ کړي او اکثرو یې د پیسو لوی لوی پورونه کړي چې بیا به یې په تدریجي ډول بیرته تحویلوي.

ناصر له نیکه مرغه اوس هم دا چانس لري چې خپله پخوانۍ دنده کې د پولیس په توګه له سره فعالیت پیل کړي. هغه د آلمان سفر د ژوند یوه منفي تجربه ګڼي او لکه څنګه چې خپله وايي په دغه سفر کې یې غرور زیانمن شوی دی.

ایران د افغانانو لپاره یو زندان دی

احمد ذکی په ایران کې یو میشت افغان مهاجر وو چې د دغه هیواد له لارې یې ځان آلمان ته رسولی دی. هغه ۲۴ کلن دی او اروپا ته د تلو په نیت، د نورو مهاجرو په څیر لمړی یونان ته راغلی وو. په یونان کې له ټولو مهاجرو څخه چې اروپا ته راځي، ۲۰ سلنه یې افغانان جوړوي.

احمد ذکې له ایران څخه ډیرې ترخې خاطرې لري. هغه په دغه هیواد کې د ژوند د شرایطو په اړه داسې وايي:« ایران د افغانانو لپاره یو محبس دی.

مونږ هلته نشو کولی چې پوهنتون ته ولاړ شو؛ نشو کولی کور راونیسو او حتی نشو کولای ځانته د موبایل یو سیمکارت واخلو.»

ذکي وايي، یو افغان په ایران کې د ژوند کولو حق نلري او باید د یوه ساده کار لپاره هم دولتي مامورانو ته رشوت ورکړي. هغه ۱۴ میاشتي سفر کړی وو چې ځان یې آلمان ته ورسوي.

ذکي د آلمان د ماینس ښار ته نژدې د ګوستاوزبورک په سیمه کې ۱۰ میاشتي ژوند کړي.

یوه ورځ آلماني پولیس ذکي پسې دغه ځای ته راځي او د لاسونو په ولچکولو سره یې رومانیا هیواد ته استوي. پولیسو ‌‌ذکې ځکه رومانیا ته ديپورټ کړ، چې په لمړي سر کې یې خپل ځان په رومانیا کې راجستر کړی وو. د اروپايي اتحاديې د قانون له مخې، هر مهاجر چې د لمړي ځل لپاره د دغې اتحادې په هر غړي هیواد کې ځان راجستر کوي هماغه هیواد دنده لري چې د یاد مهاجر غوښتنو ته رسیدګي وکړي.

«هستوګنځای تیار محبس وو»

آلمان څخه پښیمان پناه غوښتنې مهاجر هیواد ته ستون شو ذکي وايي، د رومانیا دولتي مامورانو یوازې د دې دنده لرله چې هر څومره ژر باید دی خپل هیواد ته واستوي. هغه وايي په رومانیا کې یې هستوګنځای تیار محبس وو او کومه ډوډي یې چې ورته ورکوله خورا خرابه وه. ذکي وايي، چې مامورانو ورته ویل چې په دغه هیواد کې یې دپاتې کیدو ښه چانس ایله یو په سلو کې شتون لري.

ذکي وايي، چې په رومانیا کې د یوې میاشتې په تیرولو سره لیونی شوی وو. هغه وايي په پایله کې افغانستان ته د تلو په « په خوښه یا نه خوښه» صورت کې، د ملګرو ملتونو الوتکې ته پورته او ځان یې خپل هیواد ته ورساوه. هغه وايي په افغانستان کې د ژوند کولو شرایط له ایران څخه ډیر ښه دي او په همدي دلیل بیاځلې ایران ته ولاړ نشو.

اوس ‌ذکي په داسې یو هیواد کې ژوند کې چې سم ورسره بلد ندی، ځکه مور او پلار یې هغه وخت چې دی ۸ کلن وو هیواد یې پریښی وي. هغه اوس، خپل، خپلوان پیدا کړي او د هغو سره ژوند کوي.

ذکي نه کوم کار او نه هم د ژوند کوم مشخص پروګرام لري، خو یواځې په دې یې ښه سر خلاص دی چې هیڅ کله به آلمان، رومانیا او ایران د ژوند کولو لپاره انتخاب نکړي.