1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کرکیټ لوبډلي مالدیف ته سخته ماته ورکړه

۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبه

د افغانستان د کرکیټ د شپاړس کلنو ځوانانو لوبډلي د «آسیایي چیلنج کپ» د سیالیو په لومړۍ لوبه کې مالدیف هيواد ته په ۳۱۶ منډو ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/14ETa
انځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان لوبډلې د پچې تر گټلو وروسته خپله منډه جوړولو ته ملا وتړله او په ۴۰ اورونو کې ئې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۳ منډې جوړې کړې او مالدیف ته ئې د ۳۵۴ منډو هدف وټاکه.

دافغانستان له لورې دشپاړس کلنو ځوانانو د لوبډلې کپتان جاوید احمدزې د یوې سلیزې په پوره کولو سره ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او په یوازې سر ئې ۱۶۱ منډې جوړې کړې. هغه لومړنۍ ځوان دئ چې د آسیایي چیلنج کپ سیالیو په تاریخ کې ئې سلیزه پوره کړه.

د افغان لوبډلې نور لوبغاړي هم ښه وځلیدل. پرویز خان ۷۴ منډې، طارق خان ۶۴ منډې او عبدالصبور اخندزاده ۲۵ جوړې کړې.

خو د مالدیف لوبډله افغان توپ اچوونکو ته ټینگه نه شوه او ټوله لوبډله په ۲۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ایله په دې وتوانیده چې ۳۷ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې نوین الحق څلور لوبغاړي، قیس احمد درې لوبغاړي، ابراهیم ځدراڼ دوه لوبغاړي او مسلم ځاځي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي رئیس نسیم الله دانش هیله څرگنده کړې ده چې د شپاړس کلنو ځوانانو لوبډله په دغه جام خپل کړي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان به خپله دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ « د ۲۰۱۲م کال مارچ د میاشتې څلورمه» د بوټان د لوبډلې سره تر سره کړي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم