1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کرکیټ لوبډله د سپینو زرو مدال راوړي

۱۳۸۹ آذر ۵, جمعه

د چین د ګوانجو د آسیایې سیالیو په لړ کې له څو پرله پسې بریاوو وروسته نن افغان لوبډله د خپل بنګلدیشي سيال په وړاندې پاتی راغله. خو بیاهم افغان مینه وال خپل تیم ته د اتل په توګه د هرکلی لپاره تیاری نیسی.

https://p.dw.com/p/QJ7q
په ګوانجو کی د افغانستان د کرکیت د ملی لوب ډلی د لوبی یوه صحنه
په ګوانجو کی د افغانستان د کرکیت د ملی لوب ډلی د لوبی یوه صحنهانځور: AP

د افغانستان لوبډله که څه هم نوې ده خو په ډیر لږه موده کې وتوانیده د افغانستان بیرغ په نړیواله کچه ورپوې او افغانستان د سپورټ په ډګر کې نړیوالو ته ور وپیژنې.

افغان او بنګلدیشۍ کرکیټ لوبډلې له دوو دوو بریالي توبونو وروسته یو د بل پر وړاندې نن په چین کې د سیالۍ ډګر ته راوتلي وي.

افغانستان تر دې دمخه پاکستان او هانک کانګ ته ماتې ورکړي وه او د بنګلدیش لوبډلې له سریلانکا څخه په لوی توپیر بریالي توب تر لاسه کړی وو.

ډیری افغانانو چې کله د پاکستان لوبډله د خپل ټیم پر وړاندي په ګونډو ولیده نو نن یې تمه لرله چې یو ځل بیا به د خپل رقیب پر وړاندي بریالي کیږي او د فاینل په لوبو کې به لومړۍ مقام خپلوي خو د افغانانو بخت د سیالیو په ورستیو شیبو کې بدل سو.

حمید حسن او نورو منګل په لوبه کې ډير ښه وځلیدل او غټي منډي یې جوړي کړي.

د افغانستان ټیم خپل سیال ته ۱۱۸ منډي هدف ټاکلی وو او رقیبه لوبډله د لوبې په ورستیو کې یوازي د اوو توپونو به درلودو سره وتوانیده چې تر ټاکلي هدف واوړي.

د افغانستان او بنګلدیش د ټیمونو تر منځ سیالي د ورځي په لسو بجو پيل سوه او تقریباْ دری ساعته یې دوام وموند.

ډیری افغانانو د خپلي لوبډلي د بریالي توب دعاوي کولي او په لویو صالونونو، کورونو او رستورانتونو کې هم د سیالۍ په نندارې بوخت ول.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله چې ډیری غړي یې په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال له کرکیټ سره اشنا سوي د پاکستان په ماتولو سره وتوانیده چې د بریالي توب وروستۍ پولي ته د افغانان هیلمند کړي خو نن ورته ښه چانس نه وو.

د ولسمشرۍ یوې سرچینې نن د آلمان غږ راډیو ته وویل چې ولسمشر کرزي هم سیالي له نږدې څارله او یوه کمیسیون ته لا وختي دنده سپارل سوي ده چې د لوبډلي د بیرته راتګ لپاره تابیا ونیسي.

په همدې مهال کې ټاکل سوي چې په زرګونو تنه افغانان د خپلې لوبډلي د ستایلو لپاره د هوایې ډګر پر لور ورسي خو هغوي تر اوسه په دقیقه توګه نه پوهیږي چې افغان کرکیټ ملي ټیم به څه وخت له چین څخه بیرته هیواد ته را ستینږی.

د کرکیټ لوبډلې د بریالي توب او اوسنۍ ماتې خبري دمګړۍ د هر یوه افغان له لوري چې د دغې لوبې ننداره یې کوله زمزمه کیږي.

د بریالي په نامه د کابل ښار یوه اوسیدونکې د خپل ټیم د ننۍ لوبې د پایلو په اړه د آلمان غږ راډیو ته خپل نظر داسي څرګند کړ.

«مونږ ته دوهم مقام هم کوچنۍ خبره نده، دا هم لوی ځآی دی، زه په دې خوشحاله یم چې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه، زمونږ هدف یوازي پاکستان وو، دا چې بنګلدیش ته مو وبایلله دا ماته ماتې نه ده » .

د کابل ښار یوه بل ښاري چې د خپل ټیم له ماتې مایوسه ښکاریده په ناهیلي کونکي غږ خپل نظر د ننۍ لوبې په اړه داسي څرګند کړ.

«افغان دولت د کرکيټ ټیم ته چندان پام نه کوي، د هغوي د ژوندانه اسانتیاوي محدودي دی، هغوي په کرایې کورونو کې ژوند کوي او حتی د انرژۍ د اخیستلو لپاره هم په پور چلیږي، زه وایم چې حکومت باید له دوي سره مرسته وکړي او هغوي ته ښې سرچینې په لاس کې ورکړي».

دا په داسي حال کې ده چې د کابل ښار یوه بل اوسیدونکي جبار بیا بل نظر څرګند کړ.

هغه د افغان لوبډلي له لوري د پاکستان ماتول یوه نړیواله بریا وبلله.

نوموړي په یوه افغاني متل خپله وینا را لنډه کړه او زیاته یې کړه.:« یو سړی چې نایې شي لومړی سر چې خریې هغه د خپل پلار سر وي، اوس هم افغانستان له پاکستان څخه کرکیټ زده کړ او په دغو سیالیو کې یې هغوي ته سخته ماتې ورکړه».

د یادولو وړ ده چې د چین د ګوانجو په ښار کی د کرکیټ د شلو اورونو په سیالیو کې بنګلدیش لومړۍ، افغانستان دوهم او سریلانکا دریم مقام خپل کړ.

میرویس جلال زی

کتونکی: عبدالباري حکيم