افغان کرکيټ ملي لوبډله د نړيوال برياليتوب په لور
۱۳۸۸ بهمن ۱۸, یکشنبهد افغانستان د کرکيت ملي لوبغاړي چي ډيري يي په ګاوندي هيواد پاکستان کي د مهاجرت په کمپونو کي زیږدلی او ستر شوي او اوس په خپل هيواد کي ژوند کوي، توانيدلي دي چي د 2011 کال د کرکيت د نړيوالي لوبي د وړتيا وروستي ډګر ته ځان ورسوي او ډيري زياتي هيلي شته چي دغه تيم به وتوانيږي چي دکرکيت په نړيوال جام کي ګډون وکړي.
په راتلونکي اوني کي د افغانستان د کرکيت ملي لوب ډله په دوبي کي د وړتيا د سيالي ډګر ته داخليږي . له هغي وروسته د اپريل په شلمه د وړتيا وروستي لوبه د کاربیین د ویست اندیز نومی سیمی کی سرته رسيږي.
د افغان ملي کرکيت روزونکي کبير خان د انګستان د تايمز ورحپاني ته وويل: هغه او د هغه لوبغاړي هوډ کړي چي نه يواځي د نړيوال جام د لوبو لپاره امتياز لاس ته راوړي، بلکه غواړي چي په په نړيوالو سيالي کي د يو پياوړي قوت په توګه سر را پورته کړي.
کبير خان وويل چي د افغانستان د کرکيت د ملي لوب ډلي له لوبغاړو څخه خپل هيواد وال ډير زيات انتظار لري او دوي هم نه غواړي چي هغوی نا اميده کړي. په وروستو سياليو کي هغوي د نړي غښټلو لوب ډلو لکه آيرلند، برمودا او سکاتلند ته ماته ورکړه.
کبير خان وويل: مونږ بايد ثابته کړو چي دا برياليتوب په بخت او طالعو سره لاس نه دي راغلي ، بلکه د زيار او هڅو نتيجه ده. د نړيوالو لوبو د وړتيا په سياليو کي افغانستان اوس د A په ګروپ کي دي کوم چي آيرلند، سکاتلند او امريکا متحده ايالات ځای لری.
کبيرخان وويل چي د طالبانو د نسکور شوي رژيم د کرکيت لوبي ته وروسته له 2000 کال څخه اجازه ور کړه، ځکه د کبيرخان د وينا له مخي « دا لوبه څو تفريح لري چي لوبغاړي کولاي شي چي خپل لمونځ وکړي.»
د خپل تيم د راتلونکي په هکله کبيرخان وويل: «مونږ اوس ليري راتلونکي باندي فکر نه کوو، خپل ټوله پاملرنه مو دي ته اړولي چي په راتلونکي نړيوال جام کي د ګډون وړتيا پيدا کړو.» هغه وويل: مونږ ډير زياتو وسايلو او امکاناتو ته اړتيا لرو، په کابل کي مونږ يواحي د لوبي يو ډګر لرو». هغه د ګيلي په توګه وويل: « خو زه حکومت باندي ملامتيا نه اچوم، هغه ډير نور کارونه هم لري چي بايد يي سرته ورسوي»
د هغي لوب ډلي يو غړي، رييس احمد زي وويل چي دي هيله لري چي په نړيوالو لوبو کي د کرکيت جام لاس ته راوړي. رييس احمد زي وويل چي له کرکيت سره د هغه مينه هغه وخت پيدا شوه چي په 1992 کال کي د پاکستان د کرکيت د ستر اتل عمران خان په مشري پاکستاني لوب ډلي په آستراليا کي د انګلستان لوب ډلي ته په فاينل کي ماته ورکړه او د اتلوالي جام يي واخيست.
AG/AFP/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل