1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کرکيټ لوبډله زيمبابوې ته روانه ده

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۲, جمعه

د افغانستان د کرکیټ بورډ ویلي دي چې د دغه هیواد ملي لوبډله به په راتلونکې میاشت کې زیمبابوي ته د لوبو له پاره ولاړه شي. دا لومړی وار دی چې افغانستان د کرکیټ د نړیوالې کمیټې یوه بشپړ غړي هیواد ته د لوبو له پاره ورځي.

https://p.dw.com/p/1AZUs
انځور: DW

دغه لوبې د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې د روزنیز پروگرام یوه برخه ده چې پلان شوې ده د راتلونکي کال د جنوري میاشتي په وروستیو ورځو کې ترسره شي. افغانستان تر دې مخکې په راروان کال کې شل اوریز نړیوال جام او په ۲۰۱۵ کال کې پنځوس اوریز نړیوال جام ته لاره موندلې وه.

د افغانستان د کرکیټ بورد ویاند فرید هوتک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ هڅه کوو چې د [ ICC] له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره لا ډیري لوبي وکړو ترڅو ځانونه [نړیوال جام ته] چمتو کړو.»

افغانستان د کرکیټ د نړیوالې شورا (ICC) د وابسته غړو یا Associate Members هیوادونو له ډلې څخه یو دی. دغي لوبډلې په ډیره لږ موده کې د کرکیټ د نړیوالي شورا پام ځان ته اړولی دی او دا خبره یې ثابته کړې ده چې کولای شي له ډیرو پیاوړو لوبډلو سره، ښه لوبه وکړي. افغانستان په روانه میاشت کې له پاکستان سره هم یوه شل اوریزه لوبه وکړه. که څه هم افغانستان دغه لوبه وبایلله، خو په دې وتوانیده چې ډیره په زړه پورې لوبه وړاندې کړي او په ICC کې د ځان له پاره لا ډیر اعتبار وگټي.

افغانستان تر دې مخکې دوه واري په شل اوریز نړیوال جام کې لوبیدلی دی او د دغه جام په راتلونکو سیالیو کې هم چې په بنگله دیش کې ترسره کيږي برخه لري. دغي لوبډلي همداراز په لومړي وار د کرکیټ نړیوال پنځوس اوریز جام ته هم لاره موندلې ده، چې د کرکیټ په ډگر کې تر ټولو غوره جام بلل کیږي. دغه جام به په ۲۰۱۵ کال کې په استرالیا او نوي زیلاند کې تر سره شي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د کرکیټ لوبې ډیره وده کړې ده. اوس په دې هیواد کې د کرکیټ یوه اکاډمې هم جوړه شوې ده او په ډیرو ولايتونو کې یې د کرکیټ لوبغالي موجود دي چې پکې په منظم ډول لوبې ترسره کیږي.