1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: د ستر بمي برید د تلفاتو شمیر ۹۴ شوی

۱۳۹۶ فروردین ۲۶, شنبه

افغان چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د امریکا د پوځ له لوري د تر ټولو ستر غیر اتومي بم د برید په پایله کې د وژل شوو شمیر اوس ۹۴ ته لوړ شوی دی. بل لوري ته بیا د دې ولایت د بټي کوټ ولسوال هم د چاودنې له امله ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/2bGfT
Afghanistan - USA Bombe MOAB
انځور: Reuters/U.S. Department of Defense

د ننګرهار د ولایت مقام ویاند، عطاالله خوګیاڼي ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په لومړي سر کې د وژل شوو جنګیالیو شمیر چې ۳۶ کسان وو اوس ۹۴ کسانو ته لوړ شوی دی. د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه چارواکي هم ویلي وو چې د چارواکو لخوا د اچین په ولسوالۍ کې د برید د سیمې له ارزونې وروسته کیدای شي د تلفاتو شمیر لوړ شي.

خوګیاڼي همدا راز وویل: «له نیکه مرغه په دې برید کې د ملکي تلفاتو خبر تر اوسه نه دی ورکړل شوی.» د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د پاکستان پولې ته څیرمه د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش ډلې د تونلونو باندې په برید کې د خوګیاڼي په وینا د اسلامي دولت څلور مشران هم وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې د برید د سیمې د ارزونې له پاره د تصفيې عملیات ادامه لري. د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په یوه غرنیزه سیمه کې د «ټولو بمونو د مور» برید د داعش ډلې د تونلونو هغه سیستم په نښه کړی چې په دې و روستیو اونیو کې یې په سختو جګړو سره افغان امنیتي ځواکونو د نیولو هڅه کوله.

د جمعې په ورځ، د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دفتر وویل چې د دې عملیاتو پر سر د افغان دولت او د امریکايي ځواکونو ترمنځ نږدې همغږي شتون درلود او دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي له پاره له ډیر احتیاط څخه کار اخیست.

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ۶۰۰ نه تر ۸۰۰ پورې د داعش جنګیالیو د حضور اټکل کوي چې زیاتره د ننګرهار په ولایت کې میشت دي. د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره د جګړې له پاره د دې ترڅنګ چې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، په دې وروستیو کې یې له داعش ډلې سره هم پر مبارزې تمرکز کړی دی. اوسمهال د امریکا متحده ایالات په افغانستان که ۸۰۰۰ څخه ډیر سرتیري لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې هم برخه اخلي.

د شنبې په ورځ د ننګرهار د ولایت مقام ویاند، عطاالله خوګیاڼي همدا راز وویل چې د ننګرهار ولایت یو ولسوال او درې کسان نور هغه وخت ټپیان شول چې د دوی موټر د یوې چاودنې ښکار شو. نوموړي وویل چې د دې پیښې یو ټپي شوی کس د دې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ ولسوال غالب مجاهد دی.

نوموړي په دې هکله زیاته کړه چې د «ولسوال او د هغه د نورو ملګرو حالت خطرناک نه دی او د مرګ له ګواښ سره مخ نه دي.»

د تیرکال د نومبر په میاشت کې، د غالب مجاهد پر موټر یو چسپکي ماین چاودلی وو چې له امله یې د هغه موټروان ووژل شو او خپله مجاهد ټپي شوی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.04.2013):