«افغان چارواکو د افغان مهاجرو ډلييز ديپورت ممکن کړ»
۱۳۹۵ دی ۳۰, پنجشنبهد آلمان د نارد راين وېستفالن ايالت (NRW) ايالتي د کورنيو چارو وزير رالف يېګر ويلي چي دغه ايالت به د دې وروسته هم په «په زيات احتياط سره جلا جلا» د هر رد سوي افغان مهاجر دوسيه، له ديپورت مخکي وڅېړي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۹مه نېټه) د ياد ايالت د پارلمان د کورنيو چارو د جرګه ګۍ په غونډه کي دا څرګندونې وکړې.
رالف يېګر وويل چي د مهاجرو د بېرته لېږد يا ديپورت په موضوع کي د هغو کسانو ديپورت ته به «لومړيتوب» ورکول سي چي د جرايمو مرتکب سوي، يا ګواښ پېښوونکي او يا مجرد نارينه وي. دا چي ايا د نارد راين وېستفالن ايالت به په راتلونکي کي د رد سوو افغان مهاجرو په ډليزه توګه ديپورت کي ونډه واخلي که نه، په هکله يې وزير معلومات نه ورکړل.
د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۴مه نېټه چي کله له آلمان څخه په ډليزه توګه رد سوي افغان پناه غوښتونکي ديپورت کړل سول، په هغوی کي ۱۰ مهاجر د (NRW) ايالت له خوا ول. دا چي په دغه ايالت کي د سوسيال ديموکرات او زرغون ګوند ائتلافي حکومت دی، نو د افغانانو د ديپورت موضوع د دغو ائتلافي ګوندونو تر منځ د لانجې سبب سوې وه. د افغان مهاجرو د ياد ديپورت وروسته په ايالتي پارلمان کي د مهاجرت په تړاو د سياسي چارو وياندي او د زرغون ګوند استازي مونيکا ديوکر احتجاجا استعفی کړې وه.
يېګر د مهاجرو د ډليز ديپورت په استدلال کي ويلي ول چي افغان چارواکي د افغان مهاجرو په ديپورت کي د اسنادو لکه پاسپورت جوړولو په ترڅ کي زياته همکاري کوي. يېګر وويل چي افغان چارواکي اوس د افغان مهاجرو د ديپورت پر وخت د افغانستان د پاسپورټ پر ځای د "EU Laissez Passer" په نوم هغه اسناد هم قبلوي چي آلماني چارواکو مهاجرو ته ورکړي وي. د دغه ايالتي وزير په وينا د افغان چارواکو همکاري د دې سبب سو چي په زيات شمېر رد سوي افغان مهاجر افغانستان ته ديپورت کړل سي.
يېګر وويل چي د افغانانو د بېرته لېږد اړتياوي زياتي سوي دي. د دغه ايالت د کورنيو چارو د وزارت په وينا په دغه ايالت کي ۱۴۶۸ کسان داسي دي چي بايد ديپورت کړل سي. د دغه وزارت په وينا په دغه ايالت کي د افغان پناه غوښتونکو ۱۶۶۹۱ دوسيې لا په دې انتظار دي چي فيصله يې راسي.
د نارد راين وېستفالن ايالت د کورنيو چارو د وزارت په وينا دمګړی و افغان پناه غوښتونکو ته د ساتنې د درجې قبولي د له دغې ډلې له خوا د ټولو پناه غوښتنو ۵۶ سلنه جوړوي. د دغه وزارت په وينا دا چي د افغانستان د امنيتي وضعې په تړاو به د آلمان ارزونه تغير وکړي که نه، په دې پوري هم اړه لري چي مهاجرو له پاره ملګرو ملتونو د UNHCR سازمان په افغانستان کي د ترهګرۍ او بريدونو ګواښ په خپل نوي راپور کي څنګه ارزيابي کوي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.12.2016):