1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکو تاجکي بنديان د دوشنبې حکومت ته وسپارل

۱۳۸۹ دی ۶, دوشنبه

افغانستان خپل ګانډي هيواد تاجکستان ته هغه څلور تنه تاجکان ور وسپارل چي تيره اونۍ په تخار ولايت کي د افغان او تاجکي ځواکونو په ګډو عملياتو کي نيول سوي ول.

https://p.dw.com/p/QkQI
د تاجکستان د ملي امنيت د زندان څخه په تښتېدلو بنديانو پسي لټون
د تاجکستان د ملي امنيت د زندان څخه په تښتېدلو بنديانو پسي لټونانځور: DW

په دغو څلور تنو کي دوه تنه يې هغه کسان شامل دي چي د اګست په مياشت کي د دوشنبې د ملي امنیت د زندان څخه د ۲۴ تنو په ډلي کي په تښته بريالي سوي ول.

د دوشنبې په ورځ په دوشنبې کي د تاجکستان د اجتماعي اړيکو مرکز ويلي دي چي په دغو څلور تنو کي دوه يې د تښتېدلي زندانیان او دوه نور اسلامي فعالين دي.

د هغه په خبره دغه دوه تنه په دې تورن دي چي د ازبکستان د اسلامي حرکت سره تماس لري.

ادارې ويلي دي:« افغانستان و تاجکستان ته حکمت الله عزيزوف او بهرام عارف جانوف چي د اګست په مياشت کي د تاجکستان د ملي امنيت د زندان څخه په تښته بريالي سوي ول او دغه راز د ازبکستان د اسلامي حرکت سره په تړاو تورن، روستم طاهرجانوف او اکرام اوتابايف ور وسپارل.»

يوه اونۍ د مخه د تاجکستان د اجتماعي اړيکو ادارې خبر ورکړی و چي د ملي امنيت د زندان د تښتېدلو له ډلي څخه اووه تنه يې د افغانستان په شمال کي نيول سوي دي.

په معلوماتو کي راغلي ول چي تاجکستان به حقوقي هڅي وکړي تر څو افغانستان تاجکي مجرمين ددوشنبې حکومت ته ور تسلیم کړي.

وروسته معلومه سوه چي په نيول سوو کسانو کي درې تنه افغانان هم شامل دي چي د دوواړو خوا لخوا موافقه سوې تر څو هغو په خپل وطن کي محاکمه سي.

« او د هغو افغانانو په اړه چي د دوشنبې د ملي امنيت د زندان څخه په تښته بريالي سوي دي، لا تراوسه خبري رواني دي.»

د اګست د مياشتي پر ۲۴ نېټه د تاجکستان د ملي امنيت د زندان څخه ۲۵ تنه زندانيان چي په هغو کي د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان وګړي ول په تښته بريالي سول.

تر اوسه پوري د هغوی ۷ تنه بيرته نيول سوي او درې تنه يې وژل سوي دي.

بنديانو د تېښتي پر مهال د زندان پنځه تنه ساتونکي هم وژلي ول.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم