1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان ځواکونو یو ځل بیا جاني خیل ولسوالۍ له طالبانو نیولې

۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعه

افغان امنیتي ځواکونو تر اوږدې جګړې وروسته د جمعې په ورځ د پکتیا د جاني خیلو وسلوالۍ له طالبانو بیرته نیولې. دغه ولسوالۍ په وروستیو میاشتو کې څو وارې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې.

https://p.dw.com/p/2ioG2
Afghanistan Tora Bora Soldaten
انځور: Imago/Xinhua/R. Safi

د پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «تر نزدې دوه اوونۍ جګړو وروسته، افغان امنیتي ځواکونه د جمعې په ورځ سهار وختي وتونیدل چې د جاني خیلو ولسوالۍ ونیسي.»

د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز چې شاوخوا ۴۰ زره اوسیدونکي لري د روان کال د جون میاشتې له پای راهیسې څلور وارې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوې ده.

تر دې مخکې افغان ځواکونه د اګست پر څلورمه نیټه د دې ولسوالۍ په نیولو توانیدلي وو خو بیا یوازې شپږ ورځې وروسته، د اګست پر ۱۰مه نیټه طالبانو یو ځل بیا د دې سیمې کنترول په لاس کې ونیوه.

حسرت ویلي دي چې په وروستۍ جګړه کې افغان ځواکونه د امریکا او افغان پوځ له هوايي ملاتړه هم برخمن ول. دغه افغان چارواکي روښانه کړې چې د جاني خیلو بیا نیولو ځکه ډیر وخت ونیوه چې طالبانو په سیمه کې په پراخه کچه ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

طالبانو د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې د ولسوالیو پر مرکزونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. یوازې په تیرو اتو اوونیو کې دغې ډلې د نهو ولسوالیو پر مرکزونو باندې بریدونه کړي او له ډلې څخه یې څلور تر خپل کنترول لاندې راوستي. خو ډیر وخت د یوې ولسوالۍ پر مرکز باندې د طالبانو کنترول لنډ مهاله وي.