1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواکونو په ۲۰۱۵م کال کې ښې او بدې پایلې لرلې»

۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

یوه امریکایي جنرال ویلي دي چې افغان ځواکونو په ۲۰۱۵م کال کې له طالبانو سره په جګړه کې بیلابیلې پایلې لرلې دي. هغه ويلي دي چې افغان ځواکونو په پلان شویو عملیاتو کې «څه نا څه ښې» او په ناڅاپي پیښو کې «کمزوري» اقدامات کړي.

https://p.dw.com/p/1HgPo
انځور: picture-alliance/dpa/W. Yar

ډګر جنرال ویلسن شوفنر، د سه شنبې په ورځ په پنتاګون کې خبریالانو ته د یوه ویدیويي کنفرانس له لارې وویل: «په ۲۰۱۵م کال کې د هغوی [افغان امنیتي ځواکونو] د کړو وړو په اړه زموږ ارزونه دا ده چې هغوی بیلابیلې [ښې او بدې] پایلې لرلې.»

افغان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې له ناټو څخه ټول امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخیستل او په دې ترتیب سره یې په یوازې سر د طالبانو پر ضد جګړه پر مخ یووړه. تر ۲۰۱۴م کال وروسته د ناټو ځواکونو په افغانستان کې په جنګي ماموریتونو کې مستقیمه ونډه بنده کړه او خپل نوی ماموریت یې د «پریکړنده ملاتړ» په نوم، چې موخه یې د افغان ځواکونو روزنه ده، پيل کړ.

شوفنر ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو د پلان شویو عملیاتو پر مهال «څه نا څه ښه» او د ناڅاپي پیښو په برخه کې کمزوري اقدامات کړي دي. هغه د ناڅاپي او کړکېچنو پیښو په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو د اقداماتو په اړه ویلي دي: «په داسې پیښو هغوی سيمې ته ځواکونه په ډېر ځنډ رسولي دي او په ډیر وخت کې يې وضعیت تر کنترول لاندي راوستی دی.»

دغه امریکایي جنرال زیاته کړې ده: «دا موضوع اوس هم د هغوی له کمزوريو څخه ده. هغوی باید په دې برخه کې په ۲۰۱۶م کال کې هم کار ته دوام ورکړي.»

خو پر دې سربیره هم هغه ټینګار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د ښه کیدو په حال کې دي. هغه دوه داسې عملیات هم ښوولي دي چې افغان ځواکونو په کې «بې نقصه» اقدامات کړي دي.

طالبانو په ۲۰۱۵م کال کې پر افغان امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړ. دغه ډله وتوانیده چې په همدې کال کې د یوې لنډې مودې له پاره د کندز ښار کنترول هم په لاس کې واخلي. پر دې سربیره په همدې کال کې د افغانستان په ځینو برخو کې تروريستي ډله «اسلامي دولت» هم راڅرګنده شوه.

شوفنر هم دا خبره چې په افغانستان کې د داعش ډلي فعالیتونه پیل شوي دي منلې ده. هغه ویلي دي چې داعش اوس په کرار کرار جنګیالي ګوماري او فعالیتونه یې منظم نه دي.

ډیر سرتیري خپلې دندې پریږدي

جنرال شوفنر زیاته کړې ده چې ډیر افغان سرتیري خپلې دندې پریږدي او له همدې کبله باید افغان حکومت په دوامداره توګه نوي سرتیري وګوماري. هغه زیاته کړې ده چې ډیر وخت د سرتیرو د دندې پریښودو لامل هغوی ته د معاشونو نه رسیدل وي.

شوفنر ویلي دي: «که افغان حکومت غواړي د دندې د پریښودو موضوع حل کړي نو باید ځان ډاډه کړي چې سرتیرو ته معاش پر وخت رسیږي، د هغوی رخصتي ورته ورکول کیږي او دا چې له سرتیرو سره سمه رویه کیږي.»