1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۱۰۱ بندیان آزاد کړي

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په درو ولسوالیو کې د طالبانو له زندانونو څخه ۱۰۱ بندیان آزاد کړي دي. چارواکو ادعا کړې ده چې په دې موخه په لاره اچول شویو عملیاتو کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/2Qagg
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: Getty Images/AFP/N. Mohammad

افغان چارواکو  ویلي دي چې دغه عملیات د یکشنبې په شپه د هلمند ولایت په مارجه، نوزاد او نهر سراج ولسوالیو کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي. ټول آزاد شوي بندیان د هلمند ولایت مرکز، لشکرګاه ته لیږدول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش، وویل: «آزاد شوي بندیان لا تر اوسه پورې پیژندل شوي نه دي.»

خو دغه افغان چارواکي په عین حال کې روښانه کړې ده چې د آزاد شویو بندیانو په ډله کې افغان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي.

رادمنش زیاته کړه: «طالبانو ته په دغو عملیاتو کې سخت تلفات واوښتل خو اوس یې موږ په دقیق شمیر نه پوهیږو.»

د دفاع وزارت په خبره اوس هم له طالبانو سره نور بندیان شته. رادمنش په دې اړه وویل: «زموږ هڅه تل دا وي چې د طالبانو د پټو زندانونو په اړه د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته، ژر تر ژره ټول بندیان آزاد کړو.»

تر دې مخکې د روان کال په مې میاشت کې هم افغان امنیتي ځواکونو د هلمند له نوزاد ولسوالۍ څخه ۶۰ تنه بندیان آزاد کړي وو. هلمند د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې په ډیرو سیمې کې یې طالبان حضور لري.