افغان ځواکونو تښتول شوی آلمانی وګړی وژغوره
۱۳۹۲ فروردین ۶, سهشنبهدغه آلمانی وگړی د مشکوکو طالبانو له خوا د افغانستان د بدخشان ولايت په ارگو ولسوالۍ کي د شنبې په ورځ تښتول شوی وو. د فرانس پرېس خبري آژانس په حواله دغه کس د نوموړې ولسوالۍ په غرونو کې له خپل سپي سره په قدم وهلو بوخت وو چې برمته کوونکو هغه وتښتاوه.
دې وگړی د آلمان د حکومتي مرستندويه ټولنې GIZ له پاره په افغانستان کې کار کوی. GIZ د دې خبرې پخلی کړی دی چې یو تن آلمانۍ همکار يې تر ۲۴ ساعته لادرکۍ وروسته روغ رمټ ژغورل شوی دی. په دې هکله د نوموړې مرستندويه ټولنې په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي: «زموږ هغه هڅې چې موخه يې بېله ځنډه د وضعې له پاره د حل لارې پيدا کول وو بريالۍ شوې. په دې ترڅ کې له موږ سره ځایي خلکو هم مرسته کړې ده.»
د بدخشان د امنيې قومندان امام الدين مطمئن، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغې برمته کوونې کې یوې ۱۵ کسيزې ډلې لاس لاره. هغه زياته کړې ده: «پوليسو د تښتوونکو پټنځای پيدا کړ او پر هغه يې عمليات تر سره کړل. تر څو ساعته وسله والې نښتې وروسته برمته کوونکي وتښتېدل او برمته شوی کس آزاد شو.»
د پوليسو په وينا دوی پنځه کسان د دغه آلماني وګړې د اختطاف کولو په تور نيولي دي. په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته یو شمیر بهرنیان برمته شوي دي. په دغو پېښو کې يو شمېر برمته شوي کسان د تښتوونکو له خوا د افغان دولت پر وسله والو مخاليفينو باندې پرلورل شوي هم دي.
د تیر مېلادي کال په جون مياشت کې د ناټو ځانگړو سرتیرو د بدخشان په غرونو کې دوه تنه بهرنۍ میرمنې د برمته کوونکو له منگلو څخه ژغورلې وې. دغه مېرمنې چې له یوې سويسي مرستندويه ټولنې سره يې په افغانستان کي کار کاوه، له خپلو دوو تنو افغان همکارانو سره یو ځای برمته شوې وې چې تر يوې اوونۍ وروسته روغ رمټې وژغورل شوې.
د افغانستان بدخشان ولايت ته چي له چين، پاکستان او تاجیکستان هيوادونو سره گډې پولې لري، په نسبي توگه د یوه آرامه ولايت په سترگه کتل کيږي.
د ۲۰۱۰ کال د اگست په مياشت کې هم طالبانو د اتو تنو طبي مرستندويانو د وژلو پړه پر غاړه اخيستې وه. طالبانو پر دغو وژل شویو کسانو د مسيحيت دین له پاره د تبلیغ کولو تور لگولی وو.