1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پوځ او ناټو پر ارغنداب ولسوالۍ د بريد تياری نسي

۱۳۸۷ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

دافغانستان ددفاع وزارت دوينا له مخه، په سلهاووعسکر د وسلوالو طالبانو سره دجګړې لپاره نوموړي سيمي ته استول سوي دي

https://p.dw.com/p/ELib
په کندهار کي افغان او کاناډايي څواکونه د ګډو عملياتو په وخت
په کندهار کي افغان او کاناډايي څواکونه د ګډو عملياتو په وختانځور: AP

وروسته له هغه چي د دوشنبې په ورځ د کندهار ولايت د ارغنداب اولسوالۍ ته يو زيات شمېر طالبان ور ننوتل او د خلګو څخه يي د کورونو د پريښولو غوښتنه وکړه اوس د عيني شاهيدانو په وينا د ناټو څرخي الوتکو هم ددې اولسوالۍ پر ډيرو کلو باندي پاڼي پاشلي، او د ځايي اوسېدونکو څخه يي د خپلو کورونو څخه د وتلو غوښتنه کړې ده.

دافغانستان ددفاع وزارت دوينا له مخه، په سلهاووعسکر د وسلوالو طالبانو سره دجګړې لپاره نوموړي سيمي ته استول سوي دي. دکندهار دپوليسو دقوماندان سيد آغا ثاقب د وينا د مخه د ارغنداب اولسوالۍ په دوو کليو کي لږ ترلږه500 طالبانو ځانونه پټ کړي دي . اوه څه ناڅه 700کورنيو،همدا اوس دپه پام کي نيول سوي بريد څخه ځانونه په نوروکليو کي امنو ځايونوته رسولي دي.

دپوليسو دوياند سردارمحمد د ويناسره سم طالبانو په ارغنداب اولسوالۍ کي پلونه وران کړي اوماينونه يي ښخ کړي دي. دامنيتي کړيو دوينا دمخه طالبانو دارغنداب د رود لوېديځ خواته پراته ډيرکلي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي پوځي قواوو ويلي دي چي، دوی نور عسکر هم له کابله څخه راغوښتي دي.همدا ډول کاناډايي عسکر هغه سيمي ته ورغلي. يوه عيني شاهد چي دنوموړي اولسوالۍ د يوه کلي څخه تښتېدلی دی خبريالانو ته يي ويلي دي چي کورنۍ يې دحاصلاتو د اخستلو پر وخت بل ځای ته تلو ته مجبوره سوې ده. ارغنداب اولسوالي چي د کندهار ښار په شمال لوېديځ کي پرته ، ددې اولسوالۍ په مينځ کي د ارغنداب د رود په نامه يو رود تير سوی چي سرچينه د دهلې د بند څخه اخلي داسي د آنارو او انګورو باغونه لري چي آنار يي په ټوله نړۍ کي نوم لري، او ددې سيمي ټول اوسېدونکي د کال و دې موسم ته لار څاري تر څو هغه حاصلات تر لاسه کړي چي ټول کال يي ورباندي د شپي او ورځي زيار اېستلی يي.ددې اولسوالۍ ډيری خلګ بزګر او د عاييداتو يوازني منبع يي لنده ميوه ده.