1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان پلاوي په پاکستان کې د تورخم په اړه خبرې وکړې

عبدالستار، اسلام آباد۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبه

په تورخم کې د ودانیو جوړیدو او د پولې د ادارې په هکله د خبرو اترو له پاره یو افغان پلاوی اسلام آباد ته رسیدلی دی. د پلاوي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی، کوي.

https://p.dw.com/p/1J9za
Pakistan Afghanistan Grenze Torkhum Peshawar
انځور: DW/D.Baber

د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو سکرتر اعزاز احمد چوهدري، وکړه. تر ملاقات وروسته په خپره شوې گډه بیانیه کې ویل شوي دي: «ننۍ غونډه په ښه فضا کې تر سره شوه او د دواړو لورو له خوا د دې هیله څرگنده شوه چې د پولې اړوند معاملې په ښه شان سره حل شي. پر دې هوکړه وشوه چې د دواړو هیوادونو تر منځ پر دغې ستونزې باندې نورې خبرې اترې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د هغه د پاکستاني سیال تر منځ په لیدنه کتنه کې وشي.»

په پام کې ده چې دغه لییدنه کتنه د جون میاشتې په ۲۳ او ۲۴ نیټه د اس سي او یا د شانگهایي د همکاریو د سازمان په غونډه کې تر سره شي.

په تیرو ورځو کې په تورخم پوله د اسلام آباد له لوري د ودانیو د جوړلو له کبله شخړه رامنځ ته شوه، چې د دواړو هیوادونو تر منځ یې اړیکې ترینگلې کړي دي. د پولې دواړو غاړو ته د امنیتي ځواکونو تر منځ متقابلې ډزې هم رامنځ ته شوې چې هر لورې ته یې مرگ ژوبله هم واړوله. د وضعې د آرامه کیدو له پاره د دواړو هیوادونو چارواکو اړیکه ونیوله او د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار پر دغې مسلې باندې د خبرو اترو له پاره افغان چارواکو ته د اسلام آباد د سفر بلنه ورکړه.

د دغو نښتو د رامنځ ته کیدو دلیل د پاکستان له لوري په تورخم کې د یوې دروازې درول وو. پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د مسافرو د اسنادو د کنترولولو او تروریستانو د تحرکاتو د مخنیوي له پاره دغو تأسیساتو ته اړتیا ده. خو افغان چارواکي وایي چې د مخکنیو توافقاتو له مخې پر پوله تأسیسات باید د دواړو هیوادونو په موافقت تر سره شي.

په دې هکله د «اردو یونیورسټي» پخوانی پروفیسر ډاکټر توصیف احمد وايي: «زما په آند وضعیت به ترینگلی پاتې نه شي او په کرار کرار به ښه شي. ځکه چې د پاکستان پوځ چې د هیواد بهرنۍ پالیسي پر مخ بیایي پر دې پوهیږي چې د افغان حکومت تر شا امریکا ده او د هغوی ناراضه کول د پاکستان په گټه نه دي.»

Pakistan Afghanistan Grenze Torkhum Peshawar
په تیرو ورځو کې په تورخم پوله د اسلام آباد له لوري د ودانیو د جوړلو له کبله شخړه رامنځ ته شوه:انځور: DW/D.Baber

نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې امریکا متحدو ایالاتو د F-16 ډوله جنگي الوتکو او د (ان اس جي) یا د هستوي وسلو د لیږد گروپ په برخه کې پر پاکستان لا تر مخه فشار راوړی او په وینا یې اسلام آباد به نور فشار و نه شي زغملای. د ډاکټر توصیف احمد په خبره پاکستان به داسې کوم کار و نه کړي چې دغه مسأله نوره هم لانجمنه شي. هغه یادونه وکړه: «که چیرې دغه مسأله لانجمنه کیږي، نو د پاکستان له پاره به ډیر زیان ولري، ځکه چې له هند او ایران سره زموږ اړیکي ښې نه دي او که چیرې موږ له افغانستان سره هم اړیکي خرابوو نو دا به زموږ په گټه نه وي. موږ به له څلورو اړخونو په مشکلاتو کې راگیر شو.»

د نوموړي پروفیسر په خبره افغانستان د دیورند کرښې په هکله ډیر حساس دی او په کار ده چې حکومت ځان یوازې نه کړي او د خبرو اترو له لارې د دغې مسألې د حلولو هڅې وکړي.

د کراچۍ پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانگې پخوانۍ مشرې ډاکټر طلعت اې وزارت، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «پاکستان پر افغانستان تور لگوي چې د پاکستاني طالبانو مشر [مولانا فضل الله] ته یې پناه ورکړې ده او له هغه ځای څخه ترهگر راځي او پر پاکستاني سیمو حملې کوي. پر دې سربیره اسلام آباد دا گیله هم کوي چې د هند استخباراتي اداره په افغانستان کې فعالیت کوي. کابل هم تور لگوي چې ترهگر له پاکستاني سیمو څخه ځي او په افغانستان کې ورانکاري کوي. نو زما په آند د دې د مخنیوي له پاره پر یوه نه بلکې پر پنځو داخلي لارو باندې باید دروازې ولگول شي څو په اغیزمنه توگه د پولې څارنه وشي. په دې سره به په دواړو هیوادونو کې تروریزم کم شي.»

نوموړې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې پاکستان د درې میلیونه افغان مهاجرو پالنه وکړه او هغوی ته یې پناه ورکړه. د طلعت اې وزارت په خبره کله چې امریکا په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان حمله وکړه نو نور مهاجر دلته راغلل او پر خراب اقتصادي وضعیت سربیره هم له هغوی سره مرسته وشوه. د هغې په آند دغو حقایقو په پام کې نیولو سره باید د دواړو هیوادونو تر منځ ښې اړیکي وای.