افغان ولسمشر د کرکټ ملي لوبډله وستایله
۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبهپه دغې لیدنه کې د کرکټ بورډ یو شمیر چارواکو هم شتون درلود. په لیدنه کې ولسمشر کرزي په نیپال کې د اسیایي شل اوریزو سیالیو د اتلولۍ له امله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته مبارکي وویله او لوبډلې ته یې ډاډ ورکړ چې د حکومت او خلکو پوره ملاتړ له ځان سره لري.
ولسمشر کرزي همدا راز د افغانستان د نولس کلونو ځوانانو لوبډلې ته د ۲۰۱۲ کال نړیوالو لوبو ته د لارموندې له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې افغان ولس به هیڅکه د هغوی بریا وې له یاده ونه باسي. کرزي وویل چې د افغانستان د کرکټ لوبډلو افغانانو ته ښه زیری ور په برخه کړی دی.
په لیدنې کې د کرکټ د لوبغاړو ترڅنګ د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو هم شتون درلود. ولسمشر په لیدنې کې د افغانستان د نورو لوبغاړو څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال، شهزاده مسعود افغان، ولسمشر کرزي ته د ملي لوبډلې په اړه معلومات ورکړل. د شهزاده مسعود د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانیو اتلولیو ته اشاره وکړه او وویل چې د افغانستا د کرکټ لوبډلې د دریم ځل لپاره د اسیا شل اوریزې سیالیو کې اتلولۍ ترلاسه کړې ده.
مسعود ټینګار وکړ چې دا ځل د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغان روزونکو تر مشرۍ لاندې د د اسیایي شل اوریزو لوبو اتل ولۍ ګټلې ده. مسعود وویل تر دې وروسته به ملي لوبډله په ۲۰۱۲ کال کې د نړیوالو شل اوریزو سیالو ته د لارموندلو په موخه لوبې تر سره کړي. د مسعود په وینا ملي لوبډله به د ۲۰۱۲ کال په فبروي میاشت کې د پاکستان له ملي لوبډلې سره هم یوه ورځینۍ نړیواله لوبه ترسره کړي.
مسعود کرکټ بورډ ته د نسیم الله دانش راتګ وستایه او د لا ډیرو پر مختګونو هیله یې څرګنده کړه. شهزاده مسعود د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې د لاس ته راوړنو ستاینه وکړه او د ۲۰۱۲ کال نړیوالو سیالیو کې د هغوی د ښو لاس ته راوړنو هیله یې څرګنده کړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان، نوروز منګل، د لوبغاړو په استازیتوب افغان ولسمشر ته د ملي لوبډلې د بریا په مناسبت مبارکي وویله. هغه له ولسمشر څخه د افغانستان د کرکټ بورد د ستونزو د حلولو له کبله مننه وکړه.
د لیدنې په پای کې ولسمشر کرزي یو ځل بیا د کرکټ فعالیتونه وستایل او هر لوبغاړي ته یې د سل زرو افغانیو جایزې اعلان وکړ.
د افغانستان د کرکټ بورد
کتونکی: مسعود جهش