1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ورونو د ماينونو ضد ډرون جوړ کړی

آژانسونه/ ن.ص۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه

د کډوالو په حيث هالنډ ته ورغلو افغان ورونو، مسعود او محمود حسني، درې کاله مخکې هم مرخېړي ته ورته يوه آله اختراع کړې وه چې ماينونه له منځه وړي. اوس دغو ورونو يوه ډرون الوتکه جوړه کړې ده چې ماينونه موندلی او شنډولی شي.

https://p.dw.com/p/1JU4p
Projekt Mine Kafon zur Minenbekämpfung
انځور: Massoud Hassani

د حسني د کورنۍ اصلي هيله دا ده چې نړۍ له هغې بلا څخه خلاصه کړي چې دوی ورسره په خپل ماشومتوب کې تل مخامخ ول. هغه ماينونه دي چې انسانانو ته ډېر زيان رسوي.

مسعود حسني
مسعود حسنيانځور: Massoud Hassani

د مسعود او محمود په نوم دغه ورونه اوس په هالنډ کې ژوند کوي. په ۲۰۱۳ کال کې دغو ورونو ته نړيواله پاملرنه واوښته ځکه چې د «ماين کفان» په نوم يې د ماينونو د چاودلو يوه آله چمتو کړې وه. دغې اختراع ته د ماين پاکۍ سازمانونو هغه وخت د شاباسۍ ګوته پورته کړې وه.

د ماينونو ضد مرخېړي څخه تر بې پيلوټه الوتکې پورې

اوس د دوی تر ټولو تازه د ماينونو ضد وسيله له ډرون يا بې پيلوټه الوتکې د ټکنالوژۍ څخه د درې بعدي چاپ او روبوټ پوهنې په شمول له بېلابېلو تخنيکي امکاناتو څخه ګټه پورته کوي، څو ماينونه د فلز موندونکې آلې په مرسته کشف او له منځه يوړل شي.

په شپږو بازوګانو پورې ځوړنده ډرون الوتکه شپږ پرونه هم لري چې څلور نيم کيلوګرامه وزن پورته کوي. ډرون له پلاستيکي موادو څخه جوړ دی چې بيټرۍ، د کمپيوټر نرم او کلک افزار او سربېره پر دې د موقعيت معلومولو يو سيستم هم لري. د ډرون الوتکې لاندې يو روبوټ بازو له داسې نوسيو سره سمبال دی چې له لېرې يعنې د رموټ په واسطه پرانيستېدای او بندېدای شي.

مرخیړي ته ورته د ماین پاکې اله
مرخیړي ته ورته د ماین پاکې الهانځور: Massoud Hassani

دغسې نوسي فلز موندونکې وسيله يا يو کوچنی بم لېږدولی شي، چې د حسني ورونو په خبره ماين ته چاودنه ورکوي. مسعود حسني وايي چې د دوی د پلان له مخې به ډرون يا بې پيلوټه الوتکه په هر ماين باندې جلا جلا يو بم ږدي. دی زياتوي: «موږ باور لرو چې ماينونه په دې ترتيب د اوسنيو تخنيکونو په پرتله شل برابره تېز له منځه وړلای شو.»

الوتکه لا په ازمايښتي پړاو کې ده

تر اوسه پورې دغو ورونو يوازې درې ازمايښتي الوتکې جوړې کړې او د هالنډ د پوځ په حضور نندارې ته وړاندې کړې دي. پوځ وايي چې د نورو ازمايښتونو په برخه کې به ورسره مرسته وکړي. د هالنډ د پوځ جګړن فرېد دې فريس، د فرانسې خبري اژانس ته دا خبره تائيد کړه چې د دغسې ډرونونو په مرسته د ماينونو په خنثی کولو کې د ډېر وخت سپما ممکنه ده. په افغانستان کې به د ماينونو د له منځه وړلو په موخه تر دې وروسته ازمايښتونه وشي. افغان ورونه وايي چې په هرې ډرون الوتکې باندې به څه نا څه ۱۰۰۰ يورو لګښت راشي. اوس هغوی د پيسو راټولولو په موخه د «کراود فانډينګ» کمپاين پيل کړی دی څو تقريبا ۹۰ زره يورو د وروستيو ازمايښتونو له پاره راټول کاندي. په راتلونکو څو مياشتو کې به هغوی افغانستان ته ورشي او تېستونه به تر سره کړي. دا به د حسني د ورونو له پاره لومړی ځل وي چې هغوی په ۹۰ يمو کلونو کې له کډوال کېدلو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنيږي.