1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان هندوان خپل هیواد ته ستنیدل غواړي

۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبه

د خوست د ولایت پخواني هندو اوسیدونکې وایي چې یو شمیر زور لرونکو یې ځمکې او نور جایدادونه په زور غصب کړي دي. دغه کسان زیاتوي چې اوس دوې په هندوستان کې ژوند کوي او له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

https://p.dw.com/p/133xs
افغان هندوان پخوا په تجارت بوخت ول
افغان هندوان پخوا په تجارت بوخت ولانځور: DW

د افغانستان د نورو ولایتونو په شان د خوست په ولایت کې هم یو شمیر هندو کورنیو ژوند کاوه. دغه کورنۍ د ۱۳۵۹ کال وروسته د خوست د ولایت په باک، عليشير، لټک، ګربز او تڼيو کې میشت ول. هغوی بیا وروسته له دغو سیمو څخه د خوست ښار ته وکوچیدل چیرته چې هغوې د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر سقوط پورې ميشت ول.

د ډاکتر نجیب د حکومت د ختمیدو وروسته په خوست کې د میشو هندو کورنیو شمیر د هرې ورځې په تیریدو سره کمیده. اوس په دغه ولایت کې له زرګونو هندوانو څخه يواځې يو تن پاتې دى. هغه په خوست کې د خپل درمسال ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس یو ځل بيا د خوست د هندوانو يو شمېر مشران دې ولايت ته راغلي او له دولت څخه د خپلو جيدادونو غوښتنه کوي. دغه هندوان وایې چې کورونه او نور جایدادونه یې د یو شمیر زورلرونکو لخوا غصب شوي دي.

شنکرلال چې د همدغو کسانو په ډله کې خوست ته راغلی، وایي چې د هر بل افغان په څیر افغان هندوان هم په افغانستان کې پوره حقونه لري. هغه زیاتو چې په تیرو کلونو کې ځینو کسانو د دوې شخصي ځمکې په زور غصب کړي دي چې له امله یې دوې اړ شوي چې هندوستان ته ګډه وکړي. شنکرلال وایي چې افغان هندوان په هندوستان کې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د شنکرلال په خبره د دوې ټول کاروبار په افغانستان کې دی او له همدې کبله په هندوستان کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د خوست والي، عبدالجبار نعيمي، هم د دغو کسانو سره لیدلي دي. نعیمي ویلي دي چې د يوې مياشتې په دننه کې به د خوستي هندوانو ټولې غصب شوې ځمکې او کورونه هغوى ته وسپارل شي.

دویچه ویله/ فریدالله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش