1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان مهاجر په جنسي تېري او قتل تورن سو»

۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کي د آلمان په فرايبورګ کي د طب پر يوې محصلي جنسي تېری وسو او ووژل سوه. وروسته د دغه قتل په تور يو افغان مهاجر ونيول سو چي اوس محاکمه کيږي.

https://p.dw.com/p/2aLim
Tatort der Vergewaltigung und Tötung der 19jährigen Freiburger Studentin Maria L.
انځور: DW/ M. Schneider

د آلمان په فرايبورګ ښار کي د جنسي تېري قرباني او وروسته وژل سوي محصلي په قضيه کي يو کس په رسمي توګه تورن سوی دی. د اړونده سيمي څارنوالۍ ويلي دي چي د حسين ک په نوم يو کس يې په فدرالي محکمه کي د ځوانانو د قوانينو په ړنا کي تورن پيژندلی دی. له افغانستان څخه راغلي پر دغه ۱۷ کلن پناه غوښتونکي د قتل تر څنګ د جنسي تېري تور هم لګول سوی دی.

د څارنوالۍ د رسمي تور له مخي دغه افغان پناه غوښتونکي د طب محصله د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر د ۱۶مې نېټي په شپه «تر بريد لاندي ونيوله، هغه يې خفه کړه، او ورباندي جنسي تېری يې وکړ.» زياته سوې ده چي دغه کس تورن دی چي وروسته يې خپله ۱۹ کلنه قرباني د درايزام په سيند کي واچوله چي له کبله يې هغه ډوبه سوه.

څارنوالۍ پر حسين ک تور لګولی چي د خپل جنسي هوس له پاره يې خپله قرباني وژلې ده. د دې ترڅنګ څارنوالي وايي چي د تورن کس پر هغه خبره شک لري، چي وايي د پيښي پر وخت لا قانوني عمر يعني ۱۸ کلنۍ ته نه ؤ رسېدلی.

د څارنوالۍ په وينا دا چي نوموړی د پيښي پر وخت لا قانوني عمر ته رسېدلی ؤ، ورباندي ځانګړي طبي معاينات دلالت کوي. چارواکو ويلي دي چي که په دې هکله شک پيدا سو چي تورن کس د جرم پر وخت ۲۱کلن نه ؤ نو بيا به هغه د ځوانانو له پاره ځانګړې محکمې جوړښت فيصله کوي چي دغه قضيه د ځوانانو د قانون له مخي او که د بالغو کسانو د قانون له مخي وڅېړل سي.

په آلمان کي د بالغ قاتل له پاره د عمري بند سزا وي. حال دا چي د ځوانانو له پاره تر لسو کالو پوري او په ځانګړو مواردو کي تر ۱۵ کالو پوري د بند سزا اورول کيدلای سي.

حسين ک په ۲۰۱۴م کال کي په يونان کي د يوې نجلۍ د جنسي ازار په تور په لس کاله بند محکوم سوی ؤ. خو هغه تر وخت مخکي د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر کي په ضمانتونو بېرته آزاد سوی ؤ.

حسين ک وروسته آلمان ته راغلی او په آلمان کي يې د پناه غوښتنه وکړه. حسين ک چي له ځان سره يې اسناد نه درلودل، د آلماني چارواکو هغه يو کم سن او بې سرپرسته مهاجر وپېژند او هغه يې يوې کورنۍ ته وسپاره.