1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر د جعلي جاپاني پاسپورټونو سره نيول سوي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

يوناني پوليس وايي چي له يوناني ټاپوګانو څخه تر آلمان پوري په جعلي پاسپورټونو د ځان رسولو هڅې يې ناکامه کړي دي. پوليس وايي چي ۱۵ کسان يې د جعلي پاسپورټونو سره نيولي دي.

https://p.dw.com/p/1JEzQ
Syrischer Reisepass
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

د يونان پوليس وايي چي په تيرو درو وځو کي يې ۱۵ مهاجر نيولي دي. پوليس وايي چي دغه مهاجر يې په داسي حال کي نيولي چي هغوی هڅه کوله چي په جعلي پاسپورټونو باندي د يونان له ټاپوګانو څخه و آلمان او هنګري ته سفر وکړي.

پوليسو ويلي چي يو افغان سړی او د هغه مېرمنه يې په داسي حال کي ونيول چي هغوی جعلي جاپاني پاسپورټونه د ځان سره درلودل. زياته سوې چي دغو کسانو هڅه کوله چي داسي يوې الوتکي ته داخل سي چي له يوناني ټاپو رودوس څخه تر آلمان پوري يې سفر پلان کړی ؤ. د پوليسو په وينا نيول سوو کسانو د جاپانيانو او چينايانو په څېر څهرې درلودې.

يوناني پوليسو ويلي چي په همدغه هوايي ډګر کي يې د مهاجرو يوه بله کورنۍ ونيوله چي اېټالوي پاسپورټونه ورسره ول. زياته سوې چي په يوناني ټاپوګانو سانتورين او کوس کي هم شپږ پناه غوښتونکي نيول سوي دي. ويل سوي چي دغو مهاجرو د ځان سره د امريکايي، اېټالوي او نيوزيلنډي جعلي پاسپورټونه درلودل.

د يوناني پوليسو په وينا ۴ نور داسي مهاجر يې نيولي چي هغوی هڅه کوله چي له کرېتا څخه د جعلي پاسپورټو په مرسته و هنګري ته سفر وکړي. د پوليسو په وينا په تور بازار کي د یو جعلي پاسپورټ قيمت د ۳۰۰۰ او ۷۰۰۰ يورو تر منځ وي.