1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان محلي کارکوونکي بايد المان ته د تگ اجازه ولري

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

د المان يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چي له افغانستان څخه د الماني ځواکونو تر راوتلو وروسته بايد هغو افغانانو ته هم المان ته د تگ اجازه ورکړل سي، چي له دوی سره ئې مرسته کړې ده.

https://p.dw.com/p/15oXd
انځور: picture alliance / JOKER

د المان د زرغونو گوند د دفاعي چارو کارپوه اميد نوري پور وايي، چي هغو افغانانو ته چي په افغانستان کښي ئې ددغه هيواد د ماموريت پرمهال له دوی سره کار کړی دئ، بايد بې له کومي ستري بيروکراسۍ او ستونزي المان ته د راتگ اجازه ورکړل سي.

هغه د المان د «بيلد ام زونتگ» په نامه ورځپاڼي سره په مرکه کښي ويلي دي، چي له هغه وروسته چي الماني ځواکونه له افغانستان څخه را ووزي، افغان محلي کارکوونکو او د هغوی کورنيو ته خطر متوجه دئ:«ځکه هغوی له المانانو سره مرسته کړې ده.» هغه زياته کړه «ځکه نو موږ بايد اوس له هغوی سره مرسته وکړو.»

خو ددغه هيواد د سوسيال ديموکرات گوند د دفاعي چارو کارپوه هانس پيترس بارتيلس بيا دغه ورځپاڼي ته ويلي دي، چي المان ته د افغان محلي کارکوونکو د راتگ مسئله بايد جلا جلا وڅېړل سي.

د هغه په خبره تر۲۰۱۴ کاله پوري د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه افغان محلي کارکوونکي د افغانستان يو مهم جز دئ.«هغوی ته پخپل هيواد کي ډيره اړتيا سته.»

دی وايي که پر هغوی باندي پخپل هيواد کښي پټکې کېدلې: «هغه وخت بيا د يوې څېړني له پاره اړتيا ده، چي څه ډول د هغوی ملاتړ او مرسته وسي.» که ددوی يو شمېر بيا المان ته راتلل نو دوی ته به«ښه راغلاست وويل سي».

د المان د کورنيو چارو وزارت دا خبره مخکي لا روښانه کړې ده، چي:«که چيري يو چاته د دوی د ماموريت په خاطر خطر متوجه وي، دوی به دغه موضوع څېړي.»

يوه المانۍ ورځپاڼه د دغه هيواد د دفاع وزارت د ليست په حواله ليکي، چي د هغو افغان محلي کارکوونکو شمېر چي له دوی سره په افغانستان کښي کار کوي، ۱۵۶۱ تنه دی، چي په دې کښي ژباړونکي، اشپزان او باغوانان شامل دي.

درې اوونۍ د مخه د المان د ايتلافي حکومت دوو تنو سياستوالو ايلکا هوف او يرنست رانهارد بيک ويلي ول، چي افغان مرسته کوونکو ته بايد المان ته د راتگ امکانات برابر سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش