1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان محصلین د تمثیلي محاکمې په نړیوالې سیالۍ کې ګډون کوي

حسین سیرت۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه

پلان شوې ده چې پنځه ځوان افغان حقوق پوهان د تمثیلي محاکمې په سیالیو کې ګډون وکړي. دغه سیالۍ چې «جسپ» نومیږي د راتلونکي کال په اوړې کې په واشنګټن کې په لاره اچول کیږي. په دې سیالۍ کې د ۸۰ هیوادونو محصلین برخه اخلي.

https://p.dw.com/p/17RyA
انځور: Hussain Sirat

په دې سیالیو کې د ګډون له پاره باید لومړۍ د افغانستان د بیلابیلو پوهنتونو ترمنځ سیالۍ شوې وای. د دغو سیالیو په پای کې د هرات پوهنتون د حقوقو د پوهنځي محصلین بریالي شول.

د هرات د حقوقو د پوهنځي د دریم کال محصله فرشته عباسي، د ګټونکې ډلې غړې ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «څه نا څه اووه میاشتې کیږي چې موږ پر دغه پروګرام باندې کار کوو. موږ خو آن تر هغه مخکې هم چمتووالی نیوه. د ګټونکې ډلې په انتخاب کې پوره عدالت وشو. ټولو ولیدل چې زموږ ډله ګټونکې شوه.»

د افغانستان د بیلابیلو پوهنتونو د محصلینو تر منځ وروستۍ سیالي په کابل کې د سترې محکمې په تالار کې وشوه، چې په پایله کې یې د هرات د پوهنتون ډله ګټونکې شوه.

په پلان کې ده چې دغه محصلین به د افغانستان په استازیتوب په واشنګټن کې د ۵۰۰ پوهنتونونو له محصلینو سره سیالي وکړی. دغه سیالۍ په انګلیسي ژبه تر سره کیږي له همدې کبله باید ګډون کوونکي محصلین پر دې ژپه باندې پوره تسلط ولري.

د بریا هیلې

هغه محصلین چې واشنګټن ته د جسپ په سیالۍ کې د ګډون په موخه سفر کوي، د لویو لاس ته راوړنو هیلې لري. میرمن عباسي وايي: «موږ د خپل توان تر حده پورې هڅه کوو [...] ترڅو په دې سیالۍ کې ښې پایلې ولرو.»

د متحده ایالاتو نړیواله پرمختیایی اداره او په کابل کې د دې هیواد سفارت په افغانستان کې د قضايي سیالۍ په لاره اچولو کې مرسته کړې ده. د سیالیو یوه بل ګډونوال جمشید وویل: «ډیر زیار مو ایستلی دی. څلور میاشتې کیږي چې موږ په دې برخه کې کار کوو. موږ چمتو یو او د ډلې غړي پر خپل ځان باور لري.»

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دې سیالۍ د تر سره کیدو هرکلی وکړ او هغه یې د محصلینو د حقوقي وړتیاوو د ودې په برخه کې ډیره ګټوره وبلله. د دې وزارت استازي لطف الله حق پرست، وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې په دې نړیوالې سیالۍ کې د افغانستان د ګډون له پاره هم لاره هواریږي.»

تر دې مخکې د بلخ، کابل او البیروني له پوهنتونونو څخه محصلین پر دې توانیدلي ول چې په دغه نړیوالې سیالۍ کې ګډون وکړي.