افغان لوبډلي بيا د خیبرپښتونخوا لوبډله ماته کړه
۱۳۹۰ بهمن ۲, یکشنبهد ، ACB يوولس، لوبډله د خیبر پختونخوا د لوبډلې سره دغه تمرینونه د ننګرهار ولایت د کریکټ په نړیواله لوبغالۍ کې تر سره کوي. په پام کې ده چې د راروانۍ میاشتې په لسمه نیټه به د افغانستان ملي لوبډله د پاکستان د ملي لوبډلې سره په دوبی کې یوه ورځنې نړیواله لوبه تر سره کړي.
د پاکستان خیبر پښتونخوا لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله. د خیبر پښتونخوا لوبډلې په څلویښتم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یواځې ۱۱۰ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه .
د افغانستان له لوري، حمزه هوتک، او، ضمیرخان، د خیبرپښتونخوا لوبډلې درې درې لوبغاړي او، سمیع الله شینواري، دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان په ځواب کې په دې وتوانید چې په ۳۱ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ټاکلی هدف پوره کړ.
د افغانستان کریکټ بورډ د ټاکل شوې لوبډلې له لوري، کریم صادق ۲۸، محمد نبي عیسی خیل ۲۴ او سمیع الله شینواري ۲۵ منډې جوړې کړې.
دپاکستان خیبر پښتونخوا لوبډلې له لوري، محمد اسلم، د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول. د دغې لوبې غوره لوبغاړی سمیع الله شینواری اعلان شو.
دافغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر، نسیم الله دانش، وایي دا د افغانستان د لوبډلې له پاره ښه پیل دی او د افغانستان لوبډله به په دغو تمریني سیالیو سره وکولای شي د یو ورځنیو لوبو له پاره پوره تیاری ولري.
د افغانستان کریکټ بورډ د ورته تمریني سیالیو په لار اچولو سره هڅه کوي خپله لوبډله د راتلونکو یو ورځنیو لوبو لپاره تیاره کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کریکټ بورډ لوبډلې، ACB يوولس، د تیرې پنجشنبې په ورځ هم د خیبر پښتونخوا له لوبډلې څخه خپله لومړنۍ یوه ورځینې لوبه ګټلې وه . په پام کې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ به دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ تر سره شي.
دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل