1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سټ ۱ سپوږمکۍ په فعاليت پيل وکړ

خليل الرحمن امید۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د افغانستان د مخابراتو وزارت له خوا د هغي سپوږمکۍ چاري پیل شوې چي نزدې درې میاشتي دمخه یې له یوه فرانسوي شرکت سره تړون لاسلیک کړی وو.

https://p.dw.com/p/1BxZd
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی وار دی چې په فضا کې سپوږمکۍ یا سټلایت نصبوي. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۰) د سپوږمکۍ د فعاليت په پرانستغونډه کې په ډاګه کړه چې سر له ننه ټولي افغاني او بهرنۍ ټلویزیوني شبکې کولای شي چې له دې سپوږمکۍ څه خپلې خپروني ورکړي.

سنګين وويل که څه هم دا سپوږمکې په ۲۰۰۸ کال کې فضا ته لیږدول شوې ده خو دوی ته ډاډ ورکړل شوی چي تر اوو کلونو پوري به نور هم په هیواد او سیمه کې ښه کار ورکړای شي:

«له افغانستان سره په څنګ کې ځيني نور هیوادونه لکه پاکستان، هند، ایران، تاجيکستان، منځني ختیځ او د یو شمیر نورو هیوادونو په اړه افغان ولس ته ډاډ ورکوم چې دا سپوږمکۍ به په یادو سیمو کې کار کوي او سر له ننه زموږ هیوادوال چې له دې سیمو څخه په هر ځای کې وي د افغانستان تلویزیونونه کتلای شي.»

د دغه سپوږمکۍ په بدل کې افغان دولت اړ دی چې له کاله څلور میلیونه ډالر یاد فرانسوي شرکت «یوټل سټ» ته ورکړي. خو سنگين وايي چې دوی یې په بدل کې له کاله د ۱۵ میلیونو ډالرو په شا او خوا کې ګټه ترلاسه کولای شي.

په ورته وخت کې د یادي سپوږمکۍ د پرانيستغونډي پر مهال د افغانستان د ولسمشر لومړي مرسیتال محمد یونس قانوني هغه ۱۲ تلویزیونونه چالان کړل چې له همدې سپوږمکۍ څخه یې خپروني پیل کړې.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير وويل چي اوسمهال په ټول افغانستان کې ۹۰ سلنه وګړي مبایل تليفون ته لاسرسی لري او زیاته يې کړه چي په ۲۰ ولایتونو کې د 3G خدمتونه فعاله شوي دي.

امیرزي سنګين زیاته کړه چي له تیرو دوو کلونو راهیسې په دې هڅه کې وو چې د تلویزیونونو سیستم له انالوګ څخه ډیجيټال ته واړوي، چې اوس یې چارې تر ډیره بشپړي کړي او د دوو میاشتو په ترڅ کې به د کابل او په شپږ میاشتو کې د شپږو لویو ولایتونو تلویزیونونه دیجیټال سیستم ته واړوي.

سنګين وايي په تیره ۱۳ کلنه دوره کې یې په دومره پراخه کچه کار کړی چې د سیمې په یو شمیر نورو هیوادونو کې ساری نه لري. دی وايي سر له اوسه یې د افغان سټ ۲ پر سپوږمکۍ هم کار پیل کړی او تر څو چې دا سپوږمکۍ خپله دوره پوره کوي دوهمه به هم چمو وي:

«موږ له یوټل سټ سره د همدې تړون پر مهال دې هوکړي ته هم ورسیدو چې په یاده موده کې پر افغان سټ ۲ هم کار وکړي، څو تر هغه وخته پوره چي د يوې موده ختميږي بله چمتو وي.»

اوس په کابل کې ۳۵ تلوېزیونونه او ۶۰ راډیو ګاني او په نورو ولایتونو کې ۵۴ تلوېزیوني شبکې او ۱۶۰ راډیوګانې فعالیت لري.