1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوداگرو د پاکستان پر ځای ايران او هند ته مخه کړې

۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د کارپوهانو په آند د افغانستان او پاکستان دوامدارو لانجو پر خپل منځي تجارت ډيري منفي اغېزې کړي دي. د دواړو هيوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال په پرتله د سوداګرۍ حجم له دوه نيم ميليارده څخه يو ميليارد ډالر ته راټيټ شوی دی.

https://p.dw.com/p/2hTjH
Chaman Pakistanisch-afghanische Grenze geschlossen
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي لاري د دوامدارو ترنګليتاو له کبله زياتره وخت بندې وي. د لارو د بنديدو زيان د دواړو خواوو سوداګرو ته رسیږي. د سيمه ایزو سوداګرو په وينا د دواړو هيوادونو ترمنځ تجارت ډير ښه پر مخ روان وو او په ۲۰۱۵م کال کې یې حجم کابو دوه نيم میليارده ډالرو ته رسيدلی وو.

تجاران په دې باوري ول چې په راتلونکو دوو کالو کې د پاکستان او افغانستان د تجارت حجم ۵ ميليارده ډالرو ته ورسیږي. خو د تجارت د کمښت له کبله ناهيلي شوي افغان سوداګر اوس ايران، هند، چين او د منځنۍ اسيا هيوادونو ته نزدې شوي.

Pakistan Afghanistan Grenze Torkhum Peshawar
افغان سوداګر د پاکستان سره وخت په وخت د پولو د تړل کيدو له وجې د هند او ايران څخه اړين توکي واردوي انځور: DW/D.Baber

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ضيا الحق سرحدي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د سوداګرۍ په حجم کې د نور کمښت انديښنې پر ځای دي. د پاکستان حکومت د موتروانانو او ترانسپورتونو له پاره د ویزې شرط ايښې دی. افغانستان هم کولای شي په بدل کې همدا شرط عملي کړي.»

نوموړي زياته کړه چې د نورو ګاونډيو هیوادونو په مقابل کې د پاکستان له خوا د تعرفو لوړول به هم د سوداګرۍ د کميدو باعث شي.

بل پلوه افغان سوداګر له پاکستان سره د سرحدونو د تړل کيدو له وجې نور په تنګ شوي او اوس له ايران، ترکیې او هند څخه اړين توکي واردوي چې دوی ته ګران هم پرېوزي.

په پيښور کې يوه افغان سوداګر مجيب الرحمان له دويچه ويله راډيو ته وويل: «په افغانستان کې د بې وزلۍ له وجې خلک د ګران بيه توکو د رانيولو توان نه لري. دا افغاني تجارانو ته زيان رسوي. دا چې په ميليونو افغانان په پاکستاني کې اوسيدلي او له پاکستاني توکو سره آشنا دي نو له همدې کبله دوی د دې توکو رانيولو ته لومړيتوب ورکوي.»

Pakistan Afghanistan Grenze Torkhum Peshawar
د پاکستان او افغانستان ترمنځ زياتره تجارت د تورخم او چمن له لارو کيږيانځور: DW/D.Baber

د کارپوهانو په آند د پاکستان د تګلارو له وجې افغانستان د ايران او هند سره خپل تجارت ته د ودې ورکولو په حال کې دی. له ايران سره یې تجارت د ۱،۵ ميليارد ډالر څخه دوه ميليارد ډالرو ته رسیدلی دی.

همدا راز د ايران او افغانستان ترمنځ د زرنج ـ دلارام لویې لارې د جوړيدو او د چاه بهار بندر له وجې له ايران او هند سره د افغانستان تجارت د زياتيدو په حال کې دی.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ضيا الحق وويل:

 «پاکستان له افغانستان سره تجارت ته هيڅ پاملرنه نه کوي. په تيره بيا دولتي چارواکي هيڅ ليوالتيا نه ښکاره کوي. د پاکستان او په تيره بيا د خيبر پښتونخوا د تجارت تکيه پر افغانستان ده.»

ده زياته کړه: «که له افغانستان سره مو اړيکې سمې نه وي نو پاکستان به د منځنۍ آسيا او د دغه لارې له اروپا سره تجارت ونه شي کړای چې زيان به یې یوازې او يوازې د پاکستان او افغانستان وګړو ته ورسيږي. »