افغان سوداګرو ته په چابهار بندر کې ځمکه توزیع شوه
۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبهافغانستان تر هغه وروسته د یوه نوي بندر د موندلو هڅې پیل کړې چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې څو وارې د افغان سوداګرو د تجارتي توکو مخه ونیوله.
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انور الحق احدي، د شنبې په ورځ (د اکتوبر د میاشتې ۲۰مه نیټه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل تر یوه کال خبرو اترو وروسته اوس ایران دې ته چمتو شوی دی چې د چابهار په بندر کې افغانستان ته ځمکه ورکړي.
ښاغلي احدي وویل: «هغه سوداګر چې غواړي په چابهار کې ځمکه واخلي، د هغوی له پاره شرایط ډیر ښه دي. هر کال د یوه متر مربع ځمکې کرایه ۲۵ افغانۍ ده او دا ځمکه د پنځوسو کلونو له پاره افغانستان ته ورکړل شوې ده.»
د احدي په خبره که افغان سوداګر لا ډیرې ځمکې ته هم اړتیا ولري نو د چابهار اداره هغوی ته د ځمکې ورکولو ته چمتو ده.
تر اوسه پورې د چابهار په بندر کې یوازې لس هکتاره ځمکه افغان سوداګرو ته توزیع شوې ده خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي چې هغوی ته په کافي اندازه ځمکه ورکړل شوې ده.
پر ایران باندې بندیزونه
افغانستان په داسې وخت کې په ایران کې د افغان سوداګرو له پاره آسانیتاو برابروي چې په وروستیو وختونو کې پر دې هیواد باندې د امریکا او اروپايي ټولنې اقتصادي بندیزونه تر بل هر وخت ډیر سخت دي.خو د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وویل چې پر هغو توکو باندې چې د ایران له لارې افغانستان ته رسیږي کوم بندیز نه وضع کیږي. هغه زیاته کړه:
«موږ کومه ستونزه نه وینو چې افغان پانګوال دې د چابهار په بندر کې پانګونه و نه شي کولای او د دې هیواد له ترانزیت څخه کار واخلي. موږ په دې برخه کې کومه ستونزه نه وینو.»
له دې سره نو اوس افغان سوداګر د نیمروز د ولایت له لارې خپل تجارتي توکي افغانستان ته راوړي. تر دې مخکې افغان سوداګرو د پاکستان له لارې افغانستان ته خپل توکي رسول. که څه هم ښايي د ایران لار لنډه او کم مصرفه وي خو بیا هم داسې اندیښنې موجودې دي چې کیدای شي طالبان د افغانستان په نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سوداګرو له پاره ستونزې رامنځ ته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی احدي وویل چې د امنیت موضوع کومه نوې خبره نه ده. هغه زیاته کړه: «د امنیت خبره کومه نوې موضوع نه ده ځکه اوس هم موږ د بندر عباس له لارې افغانستان ته ډیر واردات لرو.»
سید عبید چې یو افغان سوداګر دی وایي چې د چابهار بندر به افغان سوداګرو ته ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کړې. هغه زیاته کړه: «د چابهار او کابل تر منځ واټن د کراچې او کابل په پرتله کم دی. که دغه پروژه کامیابه شي د افغانستان د خلکو او سوادګرو له پاره به ډیره ګټه لري.»