1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سفير پاکستان ته د سفر کولو خبرداری ورکړ

۱۳۹۵ اسفند ۸, یکشنبه

په پاکستان کې د افغانستان سفير وويل چې افغانان دې نور خپل ګاونډي هېواد ته سفر نه کوي. پاکستان له افغانستان سره ګډ سرحد لس ورځې مخکې تړلی وو وروسته له هغه چې د بريدونو په پايله کې امنيتي اندېښنې راوټوکېدلې.

https://p.dw.com/p/2YGgF
Omar Zakhilwal afghanische Finanzminister PK 12.03.2014 Berlin
انځور: picture-alliance/dpa

په پاکستان کې افغان سفير، عمر زاخيلوال، د يکشنبې په ورځ د افغانستان اتباعو ته خبرداری ورکړ چې پاکستان ته دې سفر نه کوي کله چې د دواړو هېوادونو تر منځ غځېدلې پوله بېرته پرانيستل شي.

پاکستان له افغانستان سره ګډ سرحد د امنيتي اندېښنو له کبله د فبرورۍ په ۱۶مه وتاړه وروسته له هغه چې د بمي بريدونو او ډزو يوې لړۍ دغه هېواد لړزولی وو. د دغو بريدونو پړه طالبانو او داعش اورپکو ډلو منلې ده. اسلام آباد ادعا کوي چې هغه اورپکي وسله وال چې د بريدونو مسووليت پر غاړه لري، له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې په دغو سرحدي سيمو کې پوځي عملياتو ته زور ورکړی دی. په تېرو دوو اونيو کې د ټول پاکستان په کچه لږ تر لږه ۱۳۰ انسانان په تروريستي بريدونو کې وژل شوي دي.

«اغېزمن مديريت»

افغان سفير، عمر زاخيلوال، په فيسبوک کې هيله څرګنده کړې ده چې سرحد دې د درو يا څلورو ورځو په ترڅ کې د هغو خلکو په وړاندې پرانيستل شي چې درملنې ته اړتيا لري. خو سفير په ورته وخت کې پاکستان ته د «ضرورت پرته سفر» څخه خبرداری ورکړ.

افغان سفير زياته کړه چې افغانان دې «پاکستان ته له سفر څخه ډډه وکړي حتی که سرحد هم بېرته پرانيستل شي.» د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند، نفيس ذکريا، وويل چې سرحد به هله پرانيستل شي چې د سرحد په اوږدو کې د چارو د ښه مديريت تضمين وشي.

د ذکريا د څرګندونو نقل قول په انګليسي ژبې «اکسپرېس تريبيون» ورځپاڼه کې داسې راغلی دی: «پاکستان په تکرار سره ټينګار کړی دی چې د سرحد په اوږدو کې اغېزمن مديريت يوه حياتي مساله ده څو د دې مخه ونيول شي چې ترهګر د پولې له يوې خوا بلې ته واوړي. پاکستان دې ته چمتو دی چې له افغانستان سره په دغو چارو باندې د متقابل درناوي، باور او همکارۍ په فضا کې ګډ کار وکړي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.08.2016):
له پاکستانه د افغانانو د وتلو لړۍ گړندۍ شوې