1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سفير: آلمان د امنیتي وضعې له کبله افغانان نه باسي

رضا شېر محمدي / محمد کريم صالح۱۳۹۵ اردیبهشت ۵, یکشنبه

په برلین کې د افغانستان سفیر وویل، چې د روان میلادي کال د پیل راپدیخوا له ۲۵۰۰ څخه زیات مهاجر په خپله خوښه بیرته افغانستان ته تللي دي.

https://p.dw.com/p/1IbhO
انځور: Afghan Embassy in Berlin

په آلمان کې د افغانستان سفارت ټینګار کوي، چې افغانستان د افغان مهاجرو جبري وښکل نه مني. په برلین کې د افغانستان سفیر حمید صدیقي دویچه ویلې سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل، چې د دغه سفارت چارواکي توانیدلي دي چې آلماني چارواکو سره د خبرو اترو له لارې دا مسئله روښانه کړي، چې افغانان د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله آلمان ته ندي راغلي: « ښه خبره دا ده چې تر اوسه د آلمان حکومت لخوا داسې کوم تصمیم ندی نیول شوی چې دوی دې (مهاجر) په جبري توګه له خپل هیواد څخه وباسي. مونږ د سفارت له طریقه توانیدلي یو چې هغوي ته قناعت ورکړو چې افغان مهاجر د بې وزلې او اقتصادي ستونزو له امله آلمان ته ندي راغلي، بلکه د امنیتي ستونزو او ځاني خطراتو له امله راغلي کوم چې زمونږ د ګاونډیو هیوادونو لخوا زمونږ هیوادوالو ته راوړل شوي دي».

د افغانستان سفارت وایي، چې په ۲۰۱۶ کال کې آلمان ته د راتلونکو افغان مهاجرو سیل « په کراتو سست» شوی دی. افغان سفارت وايي چې د کال له پیله تر اوسه د ۱۵ او ۲۰ زرو تر منځ کسان آلمان ته راغلي دی، سرچینې په عین وخت کې هیواد ته د داوطلبه ستنیدونکو افغان مهاجرو په بهیر کې د پام وړ چټکوالي د رامنځ ته کیدو خبره هم وکړه: « دا هم باید ووایم چې ډیر شمیر مهاجرین چې شمیر یې څه د پاسه ۲۵۰۰ تنو ته رسیږي، بیرته وطن ته د تلو په موخه د ویزو اخیستلو لپاره مونږ ته راغلي دي او مونږ هغوي سره هیواد ته په داوطلبانه توګه د بیرته تلو په برخه کې مرستې کړي دي».

آلمان کې میشت اکثره افغان مهاجر وايي چې دلته د دوی وضعیت د نورو هیوادونو د مهاجرو سره توپیر لري او د یو ډول امکاناتو څخه برخمن ندي. د آلمان په درسدن ښار کې میشت افغان مهاجر احمد محبي دویچې ویلې ته لیکلي دي:« زما پنځه میاشتې شوې چې دلته یم، خو مونږ افغانانو ته د آلماني ژبې د زړکړې حق نه راکوي. وینم چې د نور ګڼو هیوادونو خلک دغه حق لري، خو افغانان دغه حق نلري چې د ټولنیز ادغام بهیر په ټولګیو کې ګډون وکړي».

آلمان، اروپا ته د مهاجرت د کړکیچ څخه را وروسته د مهاجرت په قانون کې ستر بدلونونه رامنځ کړي دي، چې له مخې یې هغه مهاجر چې د قبولۍ د شرایطو میزان یې له ۵۰ سلنې څخه ښکته وي، د ژبې د زدکړې او د ادغام په ټولګیو کې د داخلیدو امکانات ورته نه برابروي.

اوسمهال آلمان کې له میشتو افغانانو څخه شاوخوا ۴۷ سلنه ېې منل شوي دي. په آلمان کې د افغانستان سفیر وویل، چې آلمان د افغان مهاجرو د منلو لپاره کوم ځانګړي شرایط ندي څرګند کړي له همدې کبله دا طبیعې ده چې یو شمیر افغان مهاجر به په دغه هیواد کې ونه منل شي: « کوم امنیتي وضعیت چې اوس په افغانستان کې دی، هغه آلمان په پام کې نیولی دی او زه یقین لرم تر هغې چې امنیتي وضعیت دننه په هیواد کې ښه شوی نه وي، آلمان به هیڅ مهاجر په زور افغانستان ته و نه استوي».

هغه د کابل وروستۍ خونړۍ پیښې ته چې څه د پاسه ۴۰۰ تنه په کې مړه او ټپیان شول اشاره وکړه. حمید صدیقي وویل چې د اروپایی اتحاديې له مشرانو، سیاسي ګوندونو او دغه راز د آلمان د پارلمان غړو سره یې دغه موضوع مطرح کړې ده. « تر هغې چې د تروریستانو د تولید، تمویل او استولو سرچینې د اروپايي ټولنې لخوا تر فشار لاندې ونه نیول شي او امنیت په افغانستان کې ښه نشي، خلک به تیښتې او مهاجرت ته داوام ورکوي».

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د لویديځو رسنیو لخوا داسې رپوټونه خپاره شوه، چې اروپايي ټولنه غواړي له خپل غړو هیوادونو څخه ۸۰ زره افغان مهاجر وباسي. رپوټونو دغه خبره د اروپايي اتحادېې د هغه ترلاسه کړل شوي اسنادو پر حواله کړي دي چې کواګې محرم دي.