1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان خبریالان له ګواښونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي

۱۳۹۴ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

تیره میاشت د کابل په زړه کې د یوه خصوصي تلویزیون پر کارکوونکو باندې د طالبانو تر ځانمرګي برید وروسته، اوس په افغانستان کې میشت خبریالان د یو ډول ویرې په فضا کې خپل کار ته دوام ورکوي.

https://p.dw.com/p/1HnzK
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

ژورنالیزم تل په افغانستان کې یوه خطرناکه دنده ده. هلته خبریالان وخت نا وخت د بیلابیلو اړخونو له خوا ګواښل کیږي. خو کله چې د طلوع تلویزیون تیر کال د کندز پر طالبانو باندې د کندز د نیولو پر مهال د جنسي تیریو تور ولګاوه، دغي ډلي د دې تلویزیون پر وړاندي جګړه اعلان کړه.

د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکي احمد شجاع، وویل چې تر دې وروسته د طالبانو مشرتابه وویل چې هغوی به د افغانستان لویې رسنې د پوځي اهدافو په توګه له بریدونو سره مخامخ کړي. شجاع زیاتوي، دا چې اوس طالبان پر رسنیو باندي بریدونه له خپلو نورو عملیاتو سره یو شان بولي، د ویرې خبره ده.

د روان کال د جنورۍ میاشتې پر شلمه نیټه، طالبانو خپل ګواښونو ته د عمل جامه ورکړه او د موبي ګروپ د کارکوونکو پر یوه موټر باندي یې برید وکړ. په دې پیښه کې اووه کسان ووژل شول او ۲۵ تنه نور ټپیان شول. طالبانو سمدستي د پیښې پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل چې طلوع تلویزیون د لویدیځ د لاس اله ده. دې ډلې په عین حال کې ګواښ وکړ چې پر رسنیو باندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

طالبان تر هغه وروسته پر طلوع تلویزیون باندې په قهر شول، چې دې رسنې تیر کال په خپل یوه رپوټ کې پر دې ډلې باندي د کندز د نیولو پر مهال د جنسي تیریو تور ولګاوه. طلوع بیا وروسته وویل چې دغه رپوټ یې ناسم وو او ټینګار یې وکړ چې موضوع یې روښانه کړې ده، خو دې ټولو هڅو د طالبانو غوسه راکمه نه کړه.

د افغان خبریالانو د مصئونیت کمیټې مشر نجیب شریفي، وویل: «طالبان دې پایلې ته ورسیدل چې رسنۍ د هغوی د جنګی ستراتیژیو پر ضد په یوه موانع باندي بدل شوي دي. [که طلوع دا رپوټ خپور کړی هم نه وای] نو طالبانو به بیا هم پر رسنیو باندي بریدونه کړي وای. خو د کندز پیښې طالبانو ته د دې موقوع ورکړه چې خپل بریدونه توجیه کړي.»

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې پر طلوع تلویزیون باندي د برید په تړاو یې اته کسان نیولي دي چې د حقاني ترهګرې شبکې پوري تاو لري.

خو اوس هم ډیر خبریالان د خپل ژوند ویره لري. د یک تلویزیون یوه کارکوونکي ویلي دي چې د ملي امنیت ادارې ورته وویل چې باید یوه نوي کور ته کډه وکړي او د ځان ساتنې له پاره یوه وسله رانیسي. هغه زیاته کړې ده چې په همدې نزدې وختونو کې یو موټر بم د یک تلویزیون مخې ته خنثی شو. دې کارکوونکي د خپل نوم نه بربنډولو په شرط دا خبري کړې دي.

په افغانستان کې اوس مهال ۷۵، ۱۷۵ راډیوګانې او په سلهاو چاپې رسني فعالیت کوي. ډیر وخت افغان خبریالان تر ډیرو سختو شرایطو لاندې فعالیت کوي. د بې سرحده خبریالانو سازمان افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې په ۱۲۲مه شمیره راوړی. دا نوملړ په هیوادونو کې د رسنیو آزادي او امنیت ښيي.

خو شجاع وایي: «موږ ټول هره ورځ اتلان نه یو. موږ کولای شو چی یوه مشخصه اندازه ګواښونه په خپل سر ومنو او د طالبانو په څیر د دښمن پر وړاندې ودریږو.»

د طلوع تلویزیون پر کارکوونو باندې په برید کې د وژل شویو کسانو کورنۍ پر طلوع تلویزیون باندي د کافي تدابیرو نه نیولو تور لګوي. د ۲۵ کلنې وژل شوي زینب مور، زهرا میرزایي: «هغه څه چې ما ډیر زوروي، دا دي چې طلوع تلویزیون آن د برید په ورځ له ګواښونو خبر وو خو بیا یې تدابیر و نه نیول او خپل کارکوونکي یې د وړوکو موټر پر ځای په یوه لوی موټر کې واستول.»

د خبریالانو مدافع سازمانونو پر کارفرمایانو باندي غږ کړی دی چې د خپلو کارکوونکو امنیت ټینګ کړي. له بلې خوا زهرا وایي چې بله لور يې د ویرو له کبله تر اوسه پورې بیرته خپل کار ته نه ده ستنه شوې.