افغان حکومت ۶۵ بندیان آزاد کړل
۱۳۹۲ بهمن ۲۴, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو پوځ دغه کسان طالب جنگیالي بللي او ویلي یې دي چې تر آزادیدو وروسته ښایي دغه کسان بیرته د جگړې ډگر ته وروگرځي او د ائتلافي او افغان ځواکونو په وژلو لاس پورې کړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي څو اوونۍ تر مخه د دغو کسانو د آزادیدو امر کړی وو. دغه پریکړه د امریکايي ځواکونو څخه افغان حکومت ته د بگرام د زندان د سپارلو وروسته شوې ده.
د رویټرز خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهر عظیمي، له قوله لیکلي دي چې دغه کسان له زندان څخه آزاد شوي دي او د افغانستان دننه به خپلو سیمو ته واستول شي.
د بندیانو د آزادولو پریکړه واشگنټن غندلې وه او د روان کال تر پایه د امریکایي ځواکونو د وتلو تر مخه د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ښایي د لا ډیرې ترینگلتیا سبب وگرځي. د متحده ایالاتو پوځ ویلي دي چې د دغو کسانو لاسونه د نړیوالو او افغان ځواکونو د سرتیرو په وینو سره دي.
د فرانس پرېس خبري آژانس د بگرام زندان د ویاند جگړن نعمت الله خاکي، له قوله لیکلي دي چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۳مه) د سیمي په وخت د سهار پر نهو بجو له زندان څخه آزاد شوي دي.
د متحده ایالاتو پوځ غوښتنه کړې وه چې دغه کسان دې په افغانستان کې محاکمه شي او وایي چې د «ډي اېن اې» د تیستونو له لارې یې داسې کره شواهد وړاندې کړي ول چې دغه کسان د سړک د غاړې د بمونو او د چاودیدونکو موادو سره تړاو لري او د هغې نښې نښانې یې پر کالیو کې هم موندل شوي دي. خو افغان حکومت وایي چې د هغوی د محاکمه کولو له پاره کافي شواهد نه شته.
افغان ولسمشر حامد کرزي د بگرام زندان ته «د طالب جوړولو د کارخانې» په توگه اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې بې گناه انسانان پکښې ربړول شوي ول چې د خپلې خاورې څخه نفرت پیدا کړي.
د امریکا متحده ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ ناوخته یوه بیانیه خپره کړې وه چې پکښې د دغو بندیانو آزادیدل په سختو ټکو کې غندل شوي وو. په دغه بیانیه کې راغلي وو چې په دغو بندیانو کې داسې کسان هم شته چې د ۳۲ امریکایي یا د ائتلافي سرتیرو او د ۲۳ افغان سرتیرو د مرگ ژوبلې سره مستقیم تړاو لري.
د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې په دغو کسانو کې یو تن محمد ولي نومیږي چې شکمن طالب دی او د شلخي بمونو د چوولو ماهر بلل کیږي چې د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې نړیوالو او افغان ځواکونو ته په احتمالي توگه د سړک پر غاړه بمونه ښخوي. د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې په درې بریدونو کې د محمد ولي د گوتو بایومیتریکي نښې نښانې موندل شوې وې.
په دغو کسانو کې بل تن نیک محمد، دی چې ورسره یو ګڼ شمیر وسلې موندلې شوې وې. د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخې بل تن احسان الله نومیږي چې د هغوی د ادعا له مخې په یوه بمي چاودنه کې یې د گوتو بایو میتریکي نښنې نښانې موندل شوې وې او پر دې سربیره یې پر کالو باندې د چاودیدونکي توکو د اثارو د تیست نتیجه هم مثبته راختلې وه.
د بندیانو د دوسیو د څیړلو د پلاوي یو غړي عبدالشکور داد رس، د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي: «نن سهار دغه کسان د بگرام له زندان څخه آزاد کړای شوي دي. د دغو کسانو دوسیو ته له سره کتنه وشوه او موږ پکښې داسې څه و نه موندل چې هغوی دې نور په زندان کې وساتو.»
په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د بندیانو د آزدولو پریکړه غندلې ده او د «ژور تأسف» وړ گام یې بللې دی چې په وینا یې ښایي دغه پریکړه په افغانستان کې د لا ډیر تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو سبب وگرځي. د متحده ایالاتو د سفارت له لوري په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي: «افغان حکومت به د دغه پریکړې مسوولیت پر غاړه ولري.»