کابل: په زندانونو کي شکنجې ترسره سوي دي
۱۳۹۱ بهمن ۲۳, دوشنبهد افغانستان د جمهوري رياست له خوا د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۰) په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي، چي د ولسمشر کرزي له خوا د ټاکل سوي کمېسېون راپور ښيي چي د دغه هيواد په زندانونو کي له بشري حقونو څخه سختي سرغړوني سوي دي.
د کمېسيون په راپور کي راغلي دي، چي د پوښتل سوو بنديانو ډيری ئې په زندانونو کي له شکنجو، زورزياتي او حتی جنسي تيرو څخه شکايت کړی دئ.
په دغه راپور کي دغه راز زياته سوې ده چي بنديان و مدافع وکيل ته هم لاس رسی نه لري.
د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې بيانيه کي نه دي راغلي چي د دغه کمېسيون تر راپور وروسته دوی څه نتيجې ته رسيږي يا څه اقدام به کوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي له هغه وروسته د پوښتنو گروېږنو له پاره يو کمېسيون وټاکه چي د روان کال د جنورۍ په مياشت کي د ملگرو ملتونو په يوه ۱۳۹ مخيز رپوټ کي د دغه هيواد په زندانونو کي د سختو زور زياتيو په اړه معلومات خپاره سول.
د ملگرو ملتو په دغه رپوټ کي راغلي ول چي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت په زندانونو کي بنديان شکنجه کيږي، زورزياتی ورسره کيږي او حتی جنسي تيری ورباندي سوی دئ.
په رپوټ کي زياته سوې وه چي له بنديانو څخه نوکان ايستل سوي، برقي جټکې ورکړل سوي او په مرگ کواښل کيږي.
په روان وخت کي په افغانستان کي له ايساف ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواک ته په دغه هيواد کی د ټولو زندانونو د مسئوليت سپارلو پروسه روانه ده.
پر دې باندي بيا تر ټول سخت ولسمشر حامد کرزی ټينگار کوي، چي د هيواد د ټولو زندانونو مسئوليت بايد افغانانو ته وروسپارل سي.
تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره کرزی په افغانستان کي د زندانونو موضوع ملي حاکميت بولي.
په افغانستان کي د رسمي زندانونو تر څنگ په ليري پرتو سيمو کي يو شمېر شخصي زندانونه هم سته چي د ملگرو ملتونو له خوا په خپاره سوې رپوټ کي نه دي راغلي.
په دغو زندانونو کي چي د محلي چارواکو له خوا جوړ سوي دي سختي شکنجې ترسره کيږي.