1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت پر امريکايي قرارداديانو ماليات وضع کړي

۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبه

د يکشنبي په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼي خبر ورکړي چي د کابل حکومت په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو پر مشغلو قرارداديانو ماليات وضع کړي چي دې کار د دواړو هيوادونو په اړيکو کي ټکر رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/QsxS
امنيتي شرکتونه د مالياتو د نه ورکولو په صورت کي خپل جواز د لاسه ورکوي
امنيتي شرکتونه د مالياتو د نه ورکولو په صورت کي خپل جواز د لاسه ورکويانځور: AP / Fotomontage: DW

واشنګټن پوسټ د امريکايي او افغاني چارواکو په حواله ليکي چي د امريکا د متحده ايالاتو د قانون او د دواړو هيوادونو تر منځ د تړونونو په اساس د امريکا د متحده ايالاتو مرستي به د مالياتو څخه معاف وي.

په افغانستان کي د طالب جنگيالیو پر ضد او د هغوی څخه د خلکو د مخ اړولو په خاطر د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان په جنوب او ختيځ کي د بيا رغوني پروژې پيل کړي او دا امنيت په راوستلو کي کليدي برخه جوړوي.

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال (جوبايډن)تيره اونۍ د افغانستان څخه په خپل نا ټاکل سوي دوه ورځنی سفر کي ليدنه وکړه. نوموړي پر دې خبره ټينګار وکړی که چيري افغانان وغواړي نو په هغه صورت کي به د 2014 کال څخه وروسته هم په افغانستان کي پاته سي.

په افغانستان کي 140000 نړيوال ځواکونه موجود دي چي د هغي جملي څخه 97000 امريکايي سرتيري دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي چي دغو قرارداديانو د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو او دفاع د وزارتونو څخه غوښتي چي دغه موضوع روښانه کړي او د مالياتو په اړه د هغوی د حقونو څخه دفاع وکړي.

خو د افغانستان دولت دې قرارداديانو ته د مالياتو د صورت حساب په ليږلو پيل کړی دي.

ورځپاڼه زياتوي چي امنيتي شرکتونه د مالياتو د نه ورکولو په صورت کي خپل جواز د لاسه ورکوي او د بند په سزا گواښل سوي دي.

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيل وال، واشنګټن پوست ته ويلي دي:« زه داسي کوم نوي پروګرام ته چي د بهرنيو شرکتونو په ماليه ورکولو پوري اړه ولري ضرورت نه لرم.»

نوموړي ورځپاڼي د زاخيلوال د خبرو په حواله ليکلي چي :«هر هغه څه چي په قانون او تړونونو کي بخښل سوي نه وي، نه بخښل کيږي او افغانستان د مالياتو د نه ور کولو په موضوع کي جدي دی.»

آژانسونه/ رسول رحيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل