1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت واييٍ ملا عمر مړ شوی دی

آزانسونه۱۳۹۴ مرداد ۷, چهارشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلی دي چې حکومت «د معتبرو معلوماتو له مخې اوس تصدیقوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت کې په پاکستان کې مړ شوی دی.»

https://p.dw.com/p/1G77W
د طالبانو مشر ملا محمد عمر
د طالبانو مشر ملا محمد عمرانځور: picture alliance/CPA Media

وروسته له هغې چې نن چهار شنبه د افغانستان د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د احتمالی مړینی رپوټونه څیړي، د ولسمشرۍ د دفتر له خوا یوه نوی اعلامیه خپره شوه چې گواکې ملا محمد عمر مړ شوی دی.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي : « د افغانستان حکومت باور لري چې اوس د پخوا په پرتله د سولې د خبرو اترو لپاره ښه زمینه برابره شوی ده. نو له دی امله له ټولو وسلوالو مخالفو ډلو څخه غوښتنه کوي چې له دغې موقع څخه استفاده وکړي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.»

له دې مخکې پاکستاني ورځپانې «اکسپرس تریبون» د طالبانو د مشرۍ د یوه غړي له خولې رپوت ورکړی ؤ چې ملا عمر دوه کاله مخکې د «توبرکلوز» په ناروغۍ مړ شوی دی.

د طالبانو دغه غړي چې هویت یی نه دی بربڼد شوی نوموړې ورځپانې ته ویلي دي چې د گډې پولې په اوږدو کې هغه «د افغانستان د خاورې په خوا کې خښ کړای شوی دی.، او د ملا عمر زوی د خپل پلار جسد تشخیص کړي دی.»

د رویترز خبري آژانس چې له دغې موضوع څخه ېې له کابل څخه رپوت ورکړي، د پاکستاني ورځپاڼې په حواله ویلي دي چې طالبانو د خپلې شورا یوه غونډه رابللی ترڅو د طالبانو د تحریک لپاره یو نوی مشر وټاکي.

د افغانستان د استخباراتو ادارې وياند حسيب صديقي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې: «موږ دا تصديقوو چې ملا عمر له ډېر وخت راهسي مړ دی.»

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د آلمان خبري آژانس ته نه د ملا عمر خبر تائيدولای او نه هم ردولای سوای. هغه په دې اړه له څه ويلي څخه انکار کړی دی. تر دې دمخه طالبانو هر وخت د ملاعمری د مړني خبر رداوه.

بله خوا د سپيني ماڼۍ د وياند مرستيال ايريک شولڅ په واشنګټن کي رسنيو ته دا خبر د باور وړ بللی دی. دا چي امريکا د ملا عمر د مړني په اړه ولي تر اوسه پوري څه نه ول ويلي یا يې خبر نه لاره هغه څه و نه ويل.

د ملا عمر د مړینی آوازی په همدې اونۍ کې هغه وخت زیاتې شوې چې د طالبانو له تحریک څخه د «فدايی محاذ» په نامه یوې جلا شوې ډلې وویل چې ملا عمر مړ شوی او په «زابل» کې خښ کړای شوی دی.

دغه خبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د یوې دوهمې پلان شوې ناستې څخه مخکې خپریږي.

تر اوسه پوري د طالبانو له خوا دغه نوی خبر نه رد شوی او نه هم تصدیق شوی دی.