1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان مالي اصلاحات رامنځ ته کړي دي»

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه

د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ وویل چې افغانستان د سختو شرایطو سربیره هم د یو لړ ریفورمونو په رامنځ ته کولو توانیدلی دﺉ. دغه مالي سازمان د خپلو پورونو د پروگرام په ترڅ کې افغانستان ته د ۱۸.۲ میلیونه ډالرو پور منلی دئ.

https://p.dw.com/p/15OXV
انځور: picture alliance/dpa

د پیسو نړیوال صندوق ویلي دي چې افغان حکومت توانیدلی دئ چې د مالیاتو له پاره د قوانینو د جوړولو، له اقتصادي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د یوې ستراتیژۍ د رامنځ ته کولو او د مرکزي بانک د پانگونې د چارچوکاټ د تقوې په برخو کې پرمختگ وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي په حواله که څه هم افغانستان د مالي عوایدو په برخه کې ټاکل شوی پرمختگ نه دئ کړی، خو بیا هم هغوی د ۱۳۳.۶ میلیون ډالري پور دویمه برخه هم دې هیواد ته ورکوي. دغه پور تیر کال د نومبر په میاشت کې تر یو کلن ځند وروسته یو وار بیا ومنل شو.

د پیسو د نړیوال صندوق مرستیالې نعمت شفیق، ویلي دي: «په افغانستان کې شرایط ډیر سخت دي. افغانستان د یوه ښه لوی اقتصاد او اقتصادي رفاه په لور حرکت پیل کړی دئ.»

هغې زیاته کړې ده چې په وروستیو کې داسې رپوټونه هم تر لاسه شوي دي چې افغان حکومت د کابل بانک د شتمنیو په راټولولو کې د پام وړ پرمختگ کړی دئ.

میرمن شفیق زیاته کړې ده چې په راتلونکې کې د افغانستان له پاره د پیسو د نړیوال صندوق دغه پروگرام به د مالي سکتور پر خودکفايي، د اقتصادي دولتوالۍ پر تقویې او پر اقتصادي رفاه باندې تمرکز وکړي.

د افغانستان له پاره د نړیوال صندوق د پورونو دغه پروگرام د یوه کال له پاره ځنډول شوي وو. د دې ځنډ لامل د کابل بانک د شاوخوا یو میلیارد ډالرو ورکیدل وو. ویل کیږي چې د کابل بانک په قضیه کې یو شمیر لوړپوړي دولتي چارواکي هم لاس لري.

افغان دولت په ۲۰۱۰ کال کې دې ته اړ شو چې د کابل بانک چارې په لاس کې ونیسي او پورونه ئې ادا کړي. خو د پیسو نړیوال صندوق د تیر کال په نومبر میاشت کې افغانستان ته خپل د پورونو پروگرام یو ځل بیا پیل کړ. دې مالي سازمان هغه وخت دا پریکړه وکړه چې د کابل حکومت پخپل مالي سکتور کې د يو شمیر اصلاحاتو په رامنځ ته کولو وتوانید.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض