1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: طالبان ټاکني نه سي گډ وډولای

۱۳۸۹ شهریور ۱۷, چهارشنبه

افغان حکومت د وسله والو طالبانو هغه ګواښ بابيزه وبلل چي وايي ټاکني به ګډي وډي کړي.

https://p.dw.com/p/P6cl
د رايو ورکولو يو مرکز
د رايو ورکولو يو مرکزانځور: AP

د طالبانو د ډلي په استازي توب ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چي، دوی به هڅه وکړي د ملک په بيلا بيلو برخو کي د ټاکنو د تر سره کيدو مخه ونيسي.

د طالبانو دغه خبرداری د ټاکنو امنيت ته د افغان او بهرنيو سرتيرو د چمتوالي له خبر سره جوخت خپريږي.

افغان حکومت وايي، څه کم نيم مليون کورني او بهرني سرتيري به د دغي ورځي امنيت وساتي.

پارلماني انتخابات د څه باندي يوې اونۍ په دننه کي تر سره کيږي.

که څه هم رايه ورکونکو ته د طالبانو ګواښونه کومه نوې خبره نده خو افغان حکومت طالبان دومره ځواکمن نه بولي چي د ټاکنو بهير ګډوډ کړي.

د حکومت د رسنيو د مرکز مشر ډاکټر حکيم عاشر وايي، افغانانو ته د طالبانو دغه ګواښونه د هغوی د پروپګندا يوه برخه ده.

«طالبانو نه د مخه او نه به هم په راتلونکي کي دا وړتيا ولري، چي ټاکني ګډوډي کړي، دا يوه ملي پروسه ده، او د افغانستان دښمنان تل د ملي پروسې څه ويره لري، موږ افغانانو ته ډاډ ورکوو چي دغه پروسه به له ويري پرته تر سره سي».

خو د ټاکنو کمېسيون د نا امنۍ له کبله لا وختي د ملک په يو شمير سيمو کي د انتخاباتي مرکزونو د تړلي پاتي کيدو خبر ورکړی دی.

هغه ولايت چي پکښي ډير انتخاباتي مرکزونه به تړلي وي غزني دی خو اوس په ختيځ ننګرهار کي هم د ګڼو مرکزونو د نه خلاصيدو خبره کيږي.

د ټاکنو د کمېسيون ريس فضل احمد معنوي وايي چي په ننګرهار کي ۸۱ مرکرونه نه سو خلاصولای.

«موږ يوازي په ختيځ ننګرهار ولايت کي ۴۵۸ مرکزونو ته مواد استولي ول، اوس داسي معلوميږي چي د امنيتي ستونزو له کبله له دغو مرکزونو څخه ۸۱ يې نه سو پرانيستلای».

په ننګرهار کي چي د افغانستان له امن څخه ډکو ولايتونو له ډلي شميرل کيده د ۸۱ مرکزونو تړل دا وښوده چي د طالبانو ګواښ څومره شديد دی.

خو د حکومت د رسنيو د مرکز مشرحکيم عاشر وايي ټول امنيتي ځواکونه د انتخاباتو له کمېسيون سره په ګډه کار کوي چي تر ډيره ځايه مرکزونه پرانيستي وي.

« هم د انتخاباتو کمېسيون، هم افغان حکومت د دي لپاره هڅي کوي تر څو دغه ټاکني رڼي وي».

چارواکي وايي چي طالبان د انتخاباتو د ورځي په را رسيدو هڅه کوي خپل بريدونه زيات کړي تر څو خلک د رايو صندوقونو ته له ورتګ څخه را وګرځوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل