1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د ۱۵۰غير دولتي انجو ګانو د تړلو امر کړی

۱۳۸۹ آبان ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چي د دغو انجو گانو د تړلو امر يې ځکه ورکړی چي د خپلو پروژو د مصارفو په اړه يې راپورونه نه ول وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/Q3Fz
انځور: DW/Christina Bergmann

رويترز خبري آژانس ليکي چي د افغانستان د اقتصاد د وزارت وياند چي د مرستندويه ټولنو د څارني د کمېسيون مشرهم دی ويلي دي چي دا کارددي کمېسيون د پريکړي په اساس سوی دی.

دا کمېسيون د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ادارې فساد پر ضد د مبارزي د برخي په توګه جوړ سوي وو. حامد کرزي د اوږدې مودي راهيسي پر خارجي موسسو دا نيوکه کوله چي دوی په اداري فساد او خورد و بودر کي لاس لري.

د اقتصاد د وزارت وياند صديق امرخيل وويل چي کمېسيون پريکړه کړي چي دا ټولني بايد وتړل سي. ځکه دوی د تيرو دوو کلونو راهيسي اقتصاد وزارت ته د خپلو مصارفو په اړه راپورونه نه دي وړاندي کړي.

امرخيل زياته کړه چي دی نه پوهيږي چي دغو ټولنو ولي خپل راپورونه نه دي وړاندي کړي خو ده وويل چي دوی دا کار شايد له دي امله نه وي کړي چي دوی د حکومت سره ثبت نه وې.

د روان ميلادي کال د می يه مياشت کي هم حکومت ددې ستونزي له امله ۱۷۲ انجو ګاني چي شل يې خاريجي وې، بندي کړې.

اوسنۍ پريکړه د ولسمشر کرزي د هغه فرمان له مخه سوې چي په اګست کي يې د ټولو شخصي امنيتي کمپنيو د منحلولو لپاره کړې وه.

د کرزي پر هغه پريکړه واشنګټن يو څه نه ارامه سوی هم وو او دا اندېښنه يې ښودلي وه چي د مرستندويه ټولنو فعاليتونو ته به زيان ورسوي.

خو د افغانستان د مرستندويه ټولنو د همږغۍ سازمان وايي چي د امنيتي کمپنيو بنديز به پر هغه ټولنو اغيز ولري چي انتفايي بڼه لري او د خپل امنيت لپاره پر شخصي کمپنيو تکيه کوي. خو ټولني چي کار يي يوازي مرسته ده، پر هغوی به هيڅ منفي اغيزي ونه لري.

آژانسونه/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل