افغان حکومت د نيويارک ټايمز راپور رد کړی
۱۳۸۹ آبان ۲, یکشنبهنيويارک ټايمز ورځپاڼي تيره ورځ په يوه راپور کي د افغان او امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چي د کرزي د دفتر ريس عمر داودزی د ايران څخه پيسي ترلاسه کوي.
ددغو چارواکو چي نومونه يې نه دي ښودل سوی له خولې ويل سوي دي ايران په دې سره غواړي چي د کرزي او امريکا تر منځ په اړيکو کي درز پيدا کړي.
خو د ولسمشر حامد کرزي وياند حامد علمي د دويچه ويله سره په خبرو کي دغه تورونه رد کړل.
هغه په ټليفوني تماس کي وويل چي « دا يو بې اساسه رپوټ دی او هغه چا چي ددې راپور په جوړولو کي مرسته کړې د هغه چا پر خبرو تکيه کړې ده چي هغوی هيڅ وجود نه لري»
د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخه هغه پيسې چي د ايران له خوا د حامد کرزي د دفتر ريس ته ورکړل سوي دي ملينونو ډالرو ته رسيږي. د ورځپاڼي په خبره کرزي او د هغه د دفتر ريس ددې پيسو څخه د ولسې جرګې د استازو، محلي متنفذينو او حتي د طالبانو ته ورکړي تر څو د هغو ملاتړ ترلاسه کړي.
د کرزي وياند وايي چي د ايران هيواد مرستي د افغانستان د خلکو او دولت سره قانوني دي او د افغانستان قانوني مرجع ته ورکړل سوي دي چي هغه په شفاف ډول د افغانستان په بيا رغونه کي مصرف سوي دي.
د علمي په خبره دا لومړی ځل نه دی چي په بهرنيو آژانسونو کي د افغانستان په اړه داسي راپورنه خپريږي هغه وايي کله چي دداسي راپورنو په اړه سړی اسناد ځني و غواړي هغوی انکار کړی دی.
نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی