1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا منصور د مرګ او ژوند د معلومولو هڅه

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۲, پنجشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د طالبانو د ډلې د مشر ملا اختر محمد منصور، د وضعیت په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو په هڅه کې دي. تر دې مخکې ویل شوي وو چې منصور له یو شمیر قوماندانانو سره تر شخړې وروسته سخت ټپي شوی دی.

https://p.dw.com/p/1HGEe
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا ملا اختر محمد منصور، له هغې احتمالي نښتې چې ويل کيږي دی په کې ټپي شوی دی، ژوندی راوتې او که نه. د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند سلطان فیضي ویلي دي: «موږ په دې هڅه کې یو چې پر دې خبره ځان پوه کړو چې ایا منصور ژوندی دی او که وژل شوی دی.»

یوه پاکستاني لوړ پوړي استخباراتي کارکوونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو چې د طالبانو د ډلې مشر ملا اختر محمد منصور، تر هغه وروسته «ډیر سخت ټپي شوی دی»، چې په خبره یې د پاکستان و کویټه ښار ته نژدې د طالبانو د غړو تر منځ د یوې ناستې پر مهال سخته نښته وشوه.

ملا اختر محمد منصور څلور میاشتې مخکې تر هغه وروسته چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر، د مړینې خبر تایید شو، د دغې ډلې د نوي مشر په توګه وټاکل شو. خو د هغه تر ټاکنې وروسته د طالبانو تر منځ اختلافات هم رامنځ ته شول او دغه ډله سره وویشل شوه.

طالبانو په رسمي توګه د ملا اختر محمد منصور، ټپي کیدل رد کړي دي. خو یو شمیر چارواکي او نورې سرچینې وایي چې منصور د دغې ډلې د غړو تر منځ تر یوې لفظي مشاجرې وروسته نښتې کې ټپي شوی دی.

یوه افغان استخباراتي چارواکي ویلي دي چې د طالبانو یو شمیر غړو دغه پیښه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په کې د دې ډلې څلور غړي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

په کابل کې یوه لویدیځوال چارواکي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «رپوټونه اوس هم ډیر روښانه نه دي خو داسې آوازې چې پر ملا منصور څه شوي دي ښايي طالبان دې ته اړ کړي چې داسې شواهد وړاندې کړي چې هغه ژوندی دی.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې یوازې په انترنت کې د ملا منصور د ژوند په اړه ادعاګانې نه شي کولای چې دا خبره ثابته کړي چې هغه ژوندی دی.